د طالبانو سفیر په رسمي ډول په ازبکستان کي په کار پیل وکړ – DW – ۱۴۰۳/۷/۳
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو سفیر په رسمي ډول په ازبکستان کي په کار پیل وکړ

۱۴۰۳ مهر ۳, سه‌شنبه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په ازبکستان کي د دغې ډلې د سفیر د کار د پیل خبر ورکړی دی. طالبانو عبدالغفار بحر، په ازبکستان کي خپل د سفیر په توگه ټاکلی دی. د ازبکستان چارواکو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

https://p.dw.com/p/4l0cv
Afghanistan Usbekistans Premierminister Abdulla Aripovb in Kabul
آرشیف: په افغانستان کی له طالبانو سره دازبکستان د صدراعظم لیدنه کتنه انځور: Taliban Foreign Ministry

د طالبانو ادارې د بهرینو چارو وزارت نن سې شنبه (۲۰۲۴م کال د سپتمبر۲۴) ویلي دي چي په ازبکستان کي د دغې ډلې له خوا گومارل سوي سفیر عبدالغفار بحر په رسمي ډول خپله دنده پیل کړې ده. 

د طالبانو  ادارې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیاء احمد تکل، د یوه صوتي پیغام د استولو له لارې رسنیو ته ویلي دي چي د دغې ډلې له خوا گومارل سوی سفیر تاشکند ته رسیدلی او د افغانستان د سفارت مسؤلیت یې پر غاړه اخیستی او د سفارت له ډیپلوماټانو سره یې لیدنه کتنه کړې ده.

د طالبانو  له واکمنۍ راهیسي د ازبکستان په گډون د افغانستان ځینو گاونډیو هیوادونو له طالبانو  سره نیژدې اړیکي رامنځته کړي دي. دغه هیواد په څو سترو اقتصادي پروژو کی پانگونه کړې ده.

څه وخت دمخه د ازبکستان لومړي وزير، کابل ته د خپل سفر په ترڅ کي د طالبانو   ادارې له چارواکو سره لیدنه کتنه او خبري کړي دي. واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسي، نوموړی د یوه گاونډي هیواد تر ټولو لوړرتبه چارواکی وو چي کابل ته یې سفر وکړ.

که څه هم په افغانستان کي یو وار بیا واک ته د طالبانو  تر رسیدو درې کاله وروسته، هیڅ يوه هیواد دغه ډله په رسمیت نه ده پیژندلې، خو ځینو هیوادونو لکه ایران، چین او متحدو عربي اماراتو د دغې ډلې له خوا گومار سوي سفیران منلي او د افغانستان سفارتونه یې هغوی ته سپارلي دي. طالبان ادعا کوي چي په نړۍ کي ۳۹ سفارتونه او قونسلگرۍ تر خپل کنترول لاندي لري.

اصف دراني: د ټي ټي پي غړي د طالبانو په وزارتونو کې کار کوي

GP/NZ/Ebrahimkhil, Shakila