طالبان: ۳۹ سفارتونه او قونسلگرۍ زموږ په کنترول کي دي – DW – ۱۴۰۳/۶/۲۹
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: ۳۹ سفارتونه او قونسلگرۍ زموږ په کنترول کي دي

۱۴۰۳ شهریور ۲۹, پنجشنبه

د طالبانو اداره وايي چي د نړۍ په هیوادونو کي په مجموعي ډول ۳۹ سفارتونه او قونسلگرۍ تر خپل کنترول لاندي لري.

https://p.dw.com/p/4kqGY
Außenminister Afghanistan Amir Khan Muttaqi
انځور: Yegor Aleyev/TASS/IMAGO

تر اوسه هیڅ هیواد د طالبانو اداره د افغانستان د حکومت په نوم په رسمیت نه ده پیژندلې، خو چین او عربي متحده اماراتو په رسمي ډول د طالبانو له خوا معرفي سوي سفیران منلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي ، د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوه کنفرانس کي وویل: «۳۹ سفارتونه او ډیپلوماټیکي نمایندگۍ، په مشخص ډول د بهرنیو چارو وزارت اطاعت کوي.»

هغه زیاته کړه چي د بهرنیو چارو وزارت په تیر یوه کال کي د ترکیې، روسیې، ایران او پاکستان په گډون په لسونو ډیپلوماټان استولي دي.

متقي زیاتوي چي په دغه اونۍ کي ازبکستان ته نوی سفیر استوي او تمه کیږي چي روسیه به «ډېر ژر» طالبان د ترهگرو ډلو له لیست څخه لیري کړي.

ډېرو حکومتونو په تیره بیا د امریکا متحده ایالاتو په گډون لویدیځو هیوادونو، نړیوالو مکلفیتونو ته په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته د افغانستان  درناوی د طالبانو  په رسمیت پیژندلو کې د هر ډول پرمختګ له پاره یو شرط بللی دی.

نړیواله ټولنه په تیره بیا د ښځو او نجونو پر وړاندي د مکتبونو او پوهنتونونو او همدارنگه د ښځو د آزادۍ د تأمینولو غوښتنه کوي.

طالبان له اسلامي شریعت څخه د سختگیرانه تعبیر له مخي، د شریعت پر اساس د ښځو د حقونو له تأمین څخه خبرې کوي او شکایت لري چي تحریمونو د بانکدارۍ سیستم او په رسمیت نه پیژندل د افغانستان اقتصاد زیانمن کړی دی.

په ۲۰۲۱م کال کي د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر سقوط وروسته، په بهر کي د افغانستان ډیپلوماټیکي  او قونسلي استازولۍ په نامعلوم حالت کي دي او ځیني دغه استازولۍ خپلو خدماتو لکه د پاسپورټونو تمدید، د اسنادو او ویزو صادرولو ته ادامه ورکړې ده. خو په دا وروستیو کي طالبانو اعلان کړی دی چي د ډېرو دغو نمایندگیو له خواصادر سوي اسناد بې اعتباره دي.

طالبانو ډیریو سفارتونو ته خپل نوي ډیپلوماټان استولي دي. د طالبانو ادارې د نورو ترڅنگ، پیکنگ او ابوظبي ته سفیران او اسلام آباد ته شارژدافیر استولی دی. په ځینو نورو مواردو کي د پخواني حکومت له خوا ټاکل سوي ډیپلوماټان له طالبانو سره کار کوي.

طالبانو په جولای میاشت کي په یوه اعلامیه کي وویل چي د ۱۴ ډیپلوماټیکو نمایندگیو له خوا صادر سوي اسناد په تیره بیا په اروپا کي نور نه مني او دغه اسناد بې اعتباره گڼل کیږي.

آیا نړۍ به طالبان په رسمیت وپیژني؟

gp/nz(Reuters)