طالبانو د ديني عالمانو پر بحثونو او څرګندونو محدودیت وضع کړی – DW – ۱۴۰۳/۶/۳۱
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د ديني عالمانو پر بحثونو او څرګندونو محدودیت وضع کړی

۱۴۰۳ شهریور ۳۱, شنبه

د طالبانو ادارې د هغو محدودیتونو په دوام چې د خلکو پر حقونو او ازادیو یې وضع کړي دي، دا وار یې ویلي چې د دیني عالمانو له خوا «د شخړیز او اختلافي بحثونو او مناظرو» مخه دې ونیول شي.

https://p.dw.com/p/4kvVg
په کابل کې د ارګ پر ماڼۍ د طالبانو بیرغ
د طالبانو ادارې دا وار ویلي چې د دیني عالمانو له خوا «د شخړیز او اختلافي بحثونو او مناظرو» مخه دې ونیول شي.انځور: Balkis Press/ABACA/picture alliance

تر اوسه پورې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر پر قانون بحثونه لا نه و ختم شوي چې د دغې ډلې ادارې د یوې تازه اعلامیې په خپرولو سره د ديني عالمانو د بحثونو په اړه محدویت وضع کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو رئیس الوزار ملا حسن اخند د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د طالبانو اداره مکلفه ده چې د هغو څرګندونو او چلندونو مخه ونیسي، چې د خلکو په منځ کې «نزاع، بې اتفاقۍ او بې ثباتۍ» ته لاره هواروي.

په دې اعلامیه کې راغلي دي چې عُلماء دې د هغو څرګندونو او بحثونو څخه، چې اختلافي بحثونو ته لاره هواروي او د عامو خلکو د رواني بې ثباتۍ سبب کیږي «په جدي ډول ډډه وکړي.»

طالبانو په دې اعلامیه کې همدارنګه ویلي دي چې هغه ديني عالمان دې غونډو او مناسباتو ته ور ونه بلل شي، چې د دوی په وینا «اختلافاتو ته لمن وهي».

افغانستان کې محدویتونو،کلتوري جشنونه اوهنر څومره اغیزمن کړي؟

د طالبانو رئیس الوزرا په دې اعلامیه کې ویلي دي چې «هیڅ چا ته د اختلاف، بې اتفاقۍ، نزاع او فتنې رامنځته کولو اجازه نه ورکوي او د دې د مخنیوي له پاره به جدي اقدامات وکړي.»

طالبانو مخکې تر دې هم د بیان ازادي په شدید ډول محدوده کړې ده او په رسنیو کې انتقادي څرګندونې یې تقریباً ناممکنه کړي دي.
مخکې تر دې هم یو شمیر ديني عالمانو د طالبانو ځینې اقدامات، د هغو له جملې څخه د نجونو د زده کړو مخنیوی د ديني دلایلو په وړاندې کولو سره تر پوښتنې لاندې راوستلي وو.

ظاهراً د طالبانو دغه اقدام یوه هڅه ده، څو د دیني عالمانو له خوا د دا ډول څرګندونو مخه ونیول شي. 

د طالانو له لورې وضع شوي محدودیتونه، په ځانګړيتوګه د ښځو د حقونو او ازادۍ په برخه کې په پراخه پیمانه د بشري حقونو د سازمانونو او نړیوالو اجتماعاتو له خوا تر انتقاد لاندې نیول شوي دي.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل