ستریپ: په افغانستان کي یوه پیشو تر ښځو ډیره آزادي لري – DW – ۱۴۰۳/۷/۳
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ستریپ: په افغانستان کي یوه پیشو تر ښځو ډیره آزادي لري

۱۴۰۳ مهر ۳, سه‌شنبه

د هالیوډ لوبغاړې مریل ستریپ، د دوشنبې په ورځ په یوه غونډه کي چي د افغان ښځو او نجونو د ستونزو په هکله د ملگرو ملتونو په مقر کي جوړه سوې وه وویل چي په افغانستان کي یوه پیشو تر یوې ښځي ډېره آزادي لري.

https://p.dw.com/p/4l1e6
Cannes Film Festival 2024 I Meryl Streep
آرشیف: د د هالیوډ فلمونو لوبغاړې مریل ستریپانځور: Scott Garfitt/Invision/AP/picture alliance

ستریپ د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلې د غونډې په څنډه کي چي د افغانستان په راتلونکي کي د ښځو د گډون د هڅونې په هدف جوړه سوې وه، د افغانستان وضعیت یې ټولې نړۍ ته د یوه خبرداري په توگه وباله.

طالبان له افغانستانه د امريکا متحده ایالاتو د ځواکونو له وتلو سره سم بيا واک ته ورسېدل. ملگري ملتونه د طالبانو له ادارې سره چي د ښځو حقونه یې په شدت سره محدود کړي دي، د یوې گډې نړیوالې تگلاري په لټه کي دي.

ډېري ښځې او نجوني په منځنۍ دوره او لیسو کي له زده کړو منع سوي او ښځي  نه سي کولای په پوهنتونونو کي زده کړي وکړي. طالبانو سینگارتونونه هم تړلي دي او ښځی نه سي کولای پرته له محرم څخه سفر وکړي.

ستریپ وویل: «نن ورځ په کابل کي یوه پیشو د یوې ښځې په پرتله ډېره آزادي لري. یوه پیشو امکان لري دباندي ولاړه سي او د لمر تودوخه احساس کړي او په پارک کي په یوه سنجاب پسې وځغلي. یو سنجاب نن ورځ په افغانستان کي د یوې افغاني نجلۍ په پرتله ډیر حقونه ولري، دا ځکه چي ښځې او نجونې پارکونو ته له تگ څخه منع سوي دي.»

هغې زیاته کړې:«یو مرغه ښايي وکولای سي په کابل کي سندرې ووايي، خو یوه ښځه او یا هم یوه نجلۍ اجازه نه لري په عامه ځایونو کي دا کار وکړي.»

طالبانو  ویلي دي چي له اسلامي شریعت څخه د هغوی د تعبیر له مخي د ښځو حقونو ته درناوی لري. دغي ډلي تیره میاشت د خپل مشر ملا هيبت الله آخوند زاده په امر، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون تصویب کړ، چي په همدغه نوم وزارت له خوا عملي کیږي.

دغه قانون  په تیره بیا پرښځو او نجونو باندي سخت محدودیتونه وضع کړي او حتی له کورونو څخه دباندي د هغوی د ږغ اوریدل منع کوي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو گوتیریش وویل: «پرته له تحصیل یافته ښځو،  پرته له ښځینه کارکوونکو، په مشرتابه کي د هغوی د حضور او د هیواد د نیمايي نفوس د آزادۍ او د هغوی د حقونو د په رسمیت پیژندلو پرته به افغانستان هیڅکله د نړۍ په سطحه خپل مناسب ځای ته ونه رسیږي.»

gp/nz(AP)