په افغانستان کي جنسیتي آپارتاید: کله چي ښځې په پټه ورزش کوي – DW – ۱۴۰۳/۶/۲۷
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي جنسیتي آپارتاید: کله چي ښځې په پټه ورزش کوي

۱۴۰۳ شهریور ۲۷, سه‌شنبه

له هغه وخت راهيسي چي طالبان بيا په افغانستان کي واک ته رسېدلي دي، په اصل کی د ښځو او نجونو له پاره ورزش منع دی. خو بیا هم ځیني په پټه دا کار کوي.

https://p.dw.com/p/4kikI
Afghanistan Frauen Sport Bildergalerie
انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo

۲۰ کلنه بهار په کابل کي د غرمې په گرمۍ کي له خپلي یوې ملگرې سره گوري. له عام محضر څخه لیري، په یوه شخصي باغ کي هغه خپل پوړنی ایسته کوي. هغوی د یوې لحظې له پاره په گډه خپل د خوښې ورزش کوي. د سوک وهلو په تمرین سره هغوی غواړي د طالبانو تر واکمنۍ لاندي خپل ستونزمن ورځنی ژوند له پامه وغورځوي. خو له بهار او د هغې له ملگرو سره تل دا بیره موجوده ده چي سخت دریځه واکمنان به يې وويني. 

نوموړې ۲۰ کلني د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «کله چي موږ سوک وهنه کوو، نو د یوه لنډ وخت له پاره هرڅه هیر کوو. که څه هم د یو څو دقیقو له پاره دغه تمرین کوو، بیا هم یو غټ توپیر رامنځته کیږي.» حتی د هغې خاوند هم په دې نه پوهیږي چی هغه سوک وهنه کوي او هغه هم د یوه مناسب دلیل له امله: په ۲۰۲۱ کال کي واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسي، په افغانستان کيد ښځو او نجونو حالت لاپسې خراب سوی دی، حتی ورزش کول لا د هغوی له پاره منع سوي دي.

د طالبانوماداره چي تر اوسه د هیڅ هیواد له خوا په رسمیت نه ده پیژندل سوې، پر اسلامي شریعت ولاړ سخت قوانین عملي کوي چي له کبله یې ښځې باید ډیر محدودیتونه پرځان ومني. ملگري ملتونه دغه ډول مقرراتو ته د «جنسیتي آپارتاید» په سترگه گوري.

د نوموړي قانون له مخي د ۲۰۲۲ کال له نوومبر میاشتي راهیسي ښځې اجازه نه لري سپورتي کلبونو او یا هم پارکونو ته ولاړې سي، دا ځکه چي دوی هلته داسي حجاب نه سي اغوستلای لکه څرنگه چي ورته هدایت سوی دی.

د طالبانو په واکمنۍ کې ښځې او د هغوی د کار او ژوند مبارزه

۲۵ کلنه ثناه د طالبانو له بیري څخه یوازي سهار وختي د کابل پر سړکونو چکر وهي. خو بیا هم په آزادانه ډول نه. ثناه وايي: «موږ نه سو کولای د طالبانو پوستو ته نیژدې سو، دا ځکه چي هغوی وايي: «تاسي ولي دومره وختي له کوره وتلي یاست؟ غواړی چیري ولاړې سئ؟ ولي باید ورزش وکړئ، تاسي مجبوري نه یاست، هغه پریږدئ.» هغه هم د نورو ښځو په شان چي د فرانسې خبري آژانس ورسره مرکې کوي، نه غواړي د غچ اخیستلو له بیري خپل اصلي نوم رسوا کړي.

د ورزش له لارې د روغتیا او ذهني آرامتیا د حداقل کچې په لاس راوړل؟ د افغان ښځو له پاره هغه ناممکن بریښي. د ثناه نیژدې ملگرې لطیفه څرگندوي: «ډاکټر ماته ویلي دي چي زه باید ډیر ورزش وکړم، دا ځکه چي زما په بدن کي د کلسترول کچه لوړه ده او اینه مي غوړه سوې ده، خو طالبان موږ نه پریږدي چي سپورتي کلب ته ولاړه سو او یا هم دباندي قدم ووهو.» د هغه پرځای هغوی، څو ورځي پخوا په زورزیاتي سره له یوه پارک څخه شړل سوي وې.

 له هغه وخت راهیسي چي طالبان بيا پهافغانستان کي واک ته رسېدلي دي، ډېري ورزشکاراني له هيواده تښتېدلي دي. د افغانستان تر بیرغ لاندي دریو ښځو په پاريس کي د المپيک لوبو په سياليو کي ګډون وکړ، دوې نورې بیا د مهاجرو په ټیم کي راڅرگندې سوې.

دغه ټولي پنځه سره ورزشکارانې یوه مشترکه وجهه لري، چي هغه په خپل هيواد کي نور ژوند او تمرین نه سي کولای. په افغانستان کي د ښځو له پاره ورزش، په پټه مخ ته بیول کیږي او په دې ډول هغه په اصطلاح د پټ پټانې په لوبې اوښتی دی.

په المپیک لوبو کې له افغانستان څخه یوازینی ګډونوال

     GP/NZ/AG