آلمان؛ د کېلو په کارتنونو کې د ميليونو يورو کوکاين موندل شوي – DW – ۱۴۰۳/۷/۳
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان؛ د کېلو په کارتنونو کې د ميليونو يورو کوکاين موندل شوي

۱۴۰۳ مهر ۳, سه‌شنبه

د آلمان پوليسو ويلي دي چې د يوه سوپر مارکیټ په څو څانګو کې د کېلو په کارتونو کې د اوه میليونه يورو په ارزښت کوکاين موندل شوي دي. پوليسو د دې سوپر مارکيټ نوم نه دی په ډاګه کړی.

https://p.dw.com/p/4l12N
د سوبر مارکېټ په يو شمير څانګو کې کابو ۹۵ کیلو کوکاين موندل شوي
.کوکاين د خښتو په بڼه د کېلو په کارتنونو کې ځای پر ځای شوي ولانځور: Polizei Mönchengladbach/dpa//picture alliance

د آلمان پوليسو د دوشنبې په ورځ وويل چې د يوه سوپر مارکيټ په څو څانګو کې کارکوونکو ۹۵ کيلوګرامه کوکاين موندلي دي چې د کېلو په کارتنونو کې ځای پر ځای شوي ول.

د دې کوکاینو د سړک د سر بيه څه نا څه ۷ میليونه يورو اټکل شوې ده. 

پوليسو د هغه سوپر مارکيټ نوم نه دی په ډاګه کړی چې دا مخدره مواد پکې موندل شوي دي، خو ويلي یې دی چې د نورت راين ويستفالن ایالت په څو ښارونو کې دا مواد موندل شوي دي.

کوکاين څرنګه د کېلو په کارتنونو کې ځای پر ځای شوي ول؟

دا کوکاين چې د خښتو په بڼه د کېلو په کارتنونو کې ځای پر ځای شوي ول، په لومړي ځل د سوپر مارکيټ د مونشن ګلادباخ په څانګه کې کارکوونکو د سبتمبر پر ۱۰مه نېټه موندلي ول.

بيا په همدې ورځ په نږدې پرتو ښارونو دويسبورګ، کريفېلد، فیرزن، هاينسبيرګ او نوېس کې د دې سوپر مارکیټ په څانګو کې کشف شول.

د مونشن ګلادباخ پوليسو په يوه اعلامیه کې ویلي: «څيړونکي د دې فرضيې پر بنسټ پلټنې کوي چې د خوراکي توکو دا تخفيفي مغازه چې دا کارتنونه ورته رسېدلي دي، هغه اصلي ځای نه دی چې باید دا کارتنونه ورته رسېدلي وای، بلکې سهوتاً یې هغه ترلاسه کړي دي.»

پوليس په دې آند دي چې دا محموله د جنوبي امريکا څخه د بيلجيم آنتورپ ته انتقال شوې او بيا وروسته د آلمان مغازو ته رسېدلې ده.

ب. ص/ ن. ز (dpa, AFP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب