د يوه مسافر په گېډه کي يو کيلو کوکاين کشف سوي – DW – ۱۳۹۸/۱۱/۱۱
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يوه مسافر په گېډه کي يو کيلو کوکاين کشف سوي

۱۳۹۸ بهمن ۱۱, جمعه

د آلمان د مونشن په هوايي ډگر کي يو سړی نيول سوی دی چي غوښتل يې يو کيلو کوکاين په گېډه کي تر گمرک تير کړي. دغه سړي کوکاين په کوچنيو کڅوڼو کي تر ستوني تير کړي ول.

https://p.dw.com/p/3X4kU
Symbolbild: Fund von Kokain / Drogenhandel
انځور: picturealliance/dpa/M. Becker

د مونشن چارواکو ويلي دي چي دغه ۴۰ کلن سړی د هوايي ډگر د گمرکي کنترول پر وخت وارخطا ښکاريدی او د ځان په هکله يي ضد ونقيض معلومات ورکول.

د دوی په خبره کله چي د گمرک مامورينو د مخدره موادو ازمويني پيل کړې نو وښودل سوه چي د هغه په بدن کي کوکاين دي.

کله چي د گمرک مامورينو له دغه کس سره هيڅ ډول مخدره توکي پيدا نه کړل، نو د اکسريز له پاره روغتون ته واستول سو.

د مونشن د مرکزي گمرک يوه وياند وويل چي »د اسکريز عکسونو د گمرک د چارواکو گومان په حقيقت بدل کړ. د ورځي په جريان کي د هغه له بدن څخه، په طبيعي ډول د کوکاينو۹۷ پوړۍ »کوچني پاکټونه« راووتل.«

دغه قاچاقبر له برازيل څخه راغلي وو او غوښتل يي د مونشن له لاري هسپانيا ته سفر وکړي. د هغه په وړاندي د حبس حکم صادر سوی دی.

(G.P/N.Z(dpa