پر لبنان د اسرائیل د بریدونو په اړه نړیوال غبرګونونه – DW – ۱۴۰۳/۷/۳
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيلبنان

پر لبنان د اسرائیل د بریدونو په اړه نړیوال غبرګونونه

۱۴۰۳ مهر ۳, سه‌شنبه

د لبنان د روغتیا وزارت د دوشنبې په ماښام اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیل په پراخو هوایي بریدونو ۴۹۲ کسان وژل شوي. دغو بریدونو پراخ نړیوال غبرګونونه را پارولي دي.

https://p.dw.com/p/4l0Ug
پر لبنان د اسرائیل هوایي بریدونو سخته مرگ ژوبله اړولې ده
د اسرائیل پوځ هم د دوشنبې په ماښام ویلي چې د دغه هیواد جنګي الوتکو د دوشنبې په ورځ ۱۳۰۰ بریدونه کړي ديانځور: Hussein Malla/AP/picture alliance

په منځني ختیځ کې د کړکېچ زیاتیدو سره هم مهاله د لبنان پر ختیځ او سویل د اسرائیل د هوایي بریدونو له پیلیدو سره، د لبنان د روغتیا وزارت د دوشنبې (د سپټمبر ۲۳ نیټه) په ماښام اعلان وکړ چې په تیر یوه شپه او ورځ کې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې د وژل شوو کسانو شمیر ۴۹۲ ته رسېدلی دی.

تر اوسه پورې معلومه نه ده چې په وژل شوو کې څومره کسان د ایران له ملاتړ څخه د برخمن حزب الله ډلې پورې تړاو لرونکي ځواکونه دي.

د دغو بریدونو په غبرګون کې یو شمیر نړیوالو سیاستوالو په سیمه کې د جګړې د لمني د پراخیدو خبرداری ورکړی  دی.

په همدې منځ کې د اروپا د بهرني سیاست مسئول جوزپ بورل، چې د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي غونډه کې د ګډون کولو له پاره په نیویارک کې دی، د دوشنبې په ورځ وویل چې د اروپايي اتحادیي تر ټولو خراب وړاندوېنې «پر حقیقت د بدلیدو په حال کې دي. کولی شم ووایم چې موږ تقریباً په بشپړه جګړه کې ښکیل شوي یو.»

د اسرائیل پوځ هم د دوشنبې په ماښام د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د دغه هیواد جنګي الوتکو د دوشنبې په ورځ ۱۳۰۰ بریدونه کړي دي او دغه بریدونه په دې وروستیو ساعتونو کې هم دوام درلود.

د اسرائیل پوځ په حواله د دوشنبې په ورځ د څو بریدونو په ترڅ کې د لبنان په سویل او بقاع دره کې د حزب الله ۱۶۰۰ سنگرونه په نښه شوي دي.

په منځني ختیځ کې د یوې پراخې جګړې په اړه اندېښنې

د جي ۷ ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي غونډې په څنډه کې په خپله اعلامیه کې ویلي دي: «اقدامات او متقابل غبرګونونه، د تاوتریخوالي د زیاتیدو او د منځني ختیځ ټوله سیمه یوې داسې پراخې سیمه ایزې جګړې ته ور ټیل وهي چې له تصور څخه به ډیرې پراخې پایلې ولري.»

د بریتانيا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لمي، په ایکس شبکه کې لیکلي«د اوربند په اړه له دواړو خوا څخه خپله غوښتنه یو ځل بیا تکراروم او د جي ۷ له وزیرانو سره د نن شپې په غونډه کې به پرې ټینګار وکړم.»

همدرانګه د استرالیا د بهرنیو چارو وزیر پني وانګ، په منځني ختیځ کې د کړکېچ د پراخیدو په اړه د خپل هیواد ژوره اندېښنه څرګنده کړه او وې ویل چې د جګړې پراخیدل د هیڅ هیواد په ګټه نه دي: «لکه ښکاره مې چې خپل اسرائیلي سیال ته ویلي دي، موږ په دې باور یو چې د اسرائیلیانو او فلسطینیانو له پاره به سوله او امنیت یوزاې په هغه صورت کې موجوده وي، چې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د دوو هیوادونو حل لاره درک شي.»

استرالیا او لبنان له خپلو اتباعو غوښتي دي چې له لبنان څخه دې ووځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي، رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې واشنګټن د تیرو ورځو راهیسې «په لبنان کې د حزب الله او اسرائیل ترمنځ د جګړې پای ته رسولو له پاره د یوې دیپلوماتیکي حل لارې پیدا کولو په هڅه کې دی.» هغه وویل چې واشنګټن په دې باور دی چې «پر لبنان ځمکنی یرغل به په سیمه کې د کړکېچ له کمولو سره مرسته ونه کړي.»

د سیمه ایزو هیوادونو غبرګون

سعودي عربستان د دوشنبې په ماښام اعلان وکړ چې ریاض د لبنان تحولات «له شدیدې اندېښنې» سره څاري.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په اساس، دغه هیواد «په سیمه کې د تاوتریخوالي د پراخیدو خطر او د سیمې پر امنیت او ثبات یي د خطرناکو پایلو په هکله خپل خبرداری تکراروي.»

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیل پراخ هوایي عملیات «د ټولې سیمې ګډوډۍ ته د را کشولو له پاره د دغه هیواد د کوښښونو یو نوی پړاو دی» او پر هغو هیوادونو یې نیوکه وکړه چې «بې له قید او شرط څخه د اسرائیل ملاتړ کوي».

همدارنګه د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت هم پر لبنان د اسرائیل د بریدونو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د کړکېچ د کمولو غوښتنه وکړه.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم د اسرائیل بریدونه وغندل او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې په یو لړ بیړنیو اقداماتو سره دې اسرائیل دې ته اړ کړي چې پر لبنان او غزې خپل بریدونه ودروي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه