اسرائیلي ځواکونو په لویدیځه غاړه کې د «الجزیره» دفتر تړلی دی – DW – ۱۴۰۳/۷/۱
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيد فلسطین سیمه

اسرائیلي ځواکونو په لویدیځه غاړه کې د «الجزیره» دفتر تړلی دی

۱۴۰۳ مهر ۱, یکشنبه

د اسرائیل حکومت د الجزیره خبري شبکه د «حماس ډلې لوډ سپیکر» بولي. د یکشنبې سهار وختي اسرائیلي ځواکونه د الجزیرې دفتر ته ور ننوتل او په لویدیځه غاړه کې یې په عاجل ډول د دغې شبکې د فعالیت او پروګرامونو درولو امر وکړ.

https://p.dw.com/p/4kwU2
اسرائیلي عسکر په لویدیځه غاړه کې د الجزیره دفتر ته ور ننوتلي دي
د فلسطیني خبریالانو ټولنې د الجزیره شبکې دفتر تړل کیدل په شدید ډول غندلی دی. انځور: Al Jazeera/AP Photo/picture alliance

د الجزیره تلویزوني شبکې اعلان کړی دی چې اسرئیلي ځواکونو د یکشنبې (د سپټمبر ۲۲ نیټه) ورځې سهار وختي په لویدیځه غاړه رام الله کې د دغې خبري شبکې پر دفتر هجوم ور وړی او د ۴۵ ورځو له پاره یې د دغې شبکې دفتر د تړلو امر کړی دی.

د الجزیره په وینا د اسرائیلي سرتیرو یوه ډله چې مخونه یي په نقاب پټ او په وسلو سمبال وو، نن سهار د الجزیرې دفتر ته ننوتل. یوه عسکر پر ټولو کارکوونکو غږ وکړ چې ټولې کامرې دې را ټولې او له ځان سره ویسي، او په عاجل ډول دې د دفتر له ودانۍ څخه ووځي، بې له دې چې د دې اقدام له پاره کوم دلیل وړاندې کړي.

د اسرائیل حکومت د می په میاشت کې یو بیړنی قانون تصویب کړ، څو په دغه هیواد کې د الجزیره شبکې دفتر وتړي.

دغه قانون چې په «الجزیره قانون» شهرت لري، د اسرائیل حکومت ته دا امکان ورکوي چې «د دغه هیواد امنیت ته د ګواښ او خطر» په صورت کې بهرنۍ تلویزوني شبکې ارزیابي او وتړي.

«د حماس لوډ سپیکر»

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، د الجزیرې شبکه چې د قطر هیواد پورې تعلق لري، د حماس ترهګریز سازمان «لوډ سپیکر» بللې وه؛ هغه لوډ سپیکر چې د نوموړي په وینا د اسرائیل امنیت ته یي زیان اړولی دی. الجزیره دغه تورونه بې بنسټه او د اسرائیل دغه اقدام یې یو «جرمي عمل» بللی دی.

د الجزیرې شبکه نه یوازې د می میاشتې راهیسې د خپرونو له ممنوعیت سره مخامخ ده، بلکې اسرائیل تیره اونۍ اعلان وکړ چې د دغې شبکې د خبریالانو د فعالیت کارت او اجازه بې اعتباره کوي.

په منځني ختيځ کي د سرحدونو پټه نقشه

د فلسطیني خبریالانو ټولنې د الجزیره شبکې دفتر تړل کیدل په شدید ډول غندلی دی. د دغې ټولنې په اعلامیه کې راغلي دي: «د اسرائیلو پوځي امر خودسرانه او د رسنیو په کار کې نوی مداخله ده چې د فلسطینیانو پر وړاندې جنایت افشا کوي.»

الجزیرې د (۲۰۲۳م کال د اکتوبر له ۷ نیټې) څخه پر اسرائیل د حماس له ترهګریز برید وروسته راهیسې په دوامداره توګه په غزې تړانګه کې د اسرائیلي ځواکونو د چلند او همدارنګه پر اسرائیلي سرتیرو د حماس ډلې ګردان قسام ملیشه و د بریدونو په هکله رپوټ ورکړی دی.

د روان کال په جولای میاشت کې د دې تلویزوني شبکې دوه تنه کارکوونکي د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو په جریان کې ووژل شول. اسماعیل الغول (خبریال) او رامي الریفي (فلمبردار) د غزې ښار په لویدیځ کې د بې ځایه شوو په یوه کمپ کې د اسرائیل د هوایي ځواکونو په برید کې ووژل شول.

اسرائیلي پوځ ادعا کړې وه چې اسماعیل الغول، د تیر کال په اکتوبر کې پر اسرائیل د حماس په خونړي برید کې لاس درلودل. خو الجزیره بیا دغه ادعاوې رد کړي دي. په غزې کې جګړه د دې سبب شوې ده چې د اردن رود په لویدیځه څنډه کې هم نښتې ډیرې شي.

د فلسطیني چارواکو په حواله د غزې جګړې د پیل راهیسې تر اوسه پورې ۶۷۹ فلسطینیان د اسرائیلي ځواکونو یا هم د ښارګوټو د یهودي میشتو له خوا وژل شوي دي.

اسرائیل هم اعلان کړی دی چې په ورته زماني موده کې د دغه هیواد ۲۴ اتباع په لویدیځه غاړه کې وژل شوي دي چې یو شمیر له دوی څخه امنیتي ځواکونه ول.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا