یولیا ناوالنایا د دویچه ویله د بیان د آزادۍ جایزه ترلاسه کړه – DW – ۱۴۰۳/۳/۱۷
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

یولیا ناوالنایا د دویچه ویله د بیان د آزادۍ جایزه ترلاسه کړه

۱۴۰۳ خرداد ۱۷, پنجشنبه

د روسیې د اپوزیسیون د فعال الکسي ناوالني کونډه، یولیا ناوالنایا د خپل خاوند فعالیتونو ته چي په زندان کي مړ سو، ادامه ورکوي. دویچه ویله خپله د بشري حقونو د بیان د آزادۍ جایزې په ورکولو سره د هغې ستاینه کوي.

https://p.dw.com/p/4gjtY
dom of Speech-Award 2024 | Julia Nawalnaja | Preisverleilhung
انځور: Ronka Oberhammer/DW

یولیا ناوالنایا او د فساد ضد بڼسټ چي د هغې د خاوند الکسي ناوالني له خوا جوړ سوی وو، د چهارشنبې په ورځ د دویچه ویله د ۲۰۲۴م کال د بیان د آزادۍ جایزه ترلاسه کړه.

هغې په هغه محفل کي چي د آلمان د مالیې وزیر کریستیان لیندنر، هم حاضر وو، وویل چي د بیان آزادي د هغې د خاوند او د فساد ضد بڼسټ له پاره په ۱۳ کلونو کي د فعالیت «تر ټولو مهمه وسله» وه.

هغې وویل:«د دغو کلونو په اوږدو کي، پوتین انتخابات خراب او اعتراضونه منع کړل. د دغو کلونو په جریان کي پوتین آزادي رسنۍ وځپلې. هغه هڅه وکړه، هرهغه څوک چي د هغه په خوښه یې خبري نه کولې، خاموشه کړي. خو هغه ناکام سو. هغه زما خاوند الکسي ناوالني وواژه، خو د هغه مفکوره یې خاموشه نه کړای سوه.»

ناوالنایا خپلي مبارزې ته ادامه ورکوي

د۲۰۲۴م کال په فبرورۍ مياشت کي د روسیې د اپوزیسیون د سیاستوال الکسي ناوالني ترمړیني درې ورځي وروسته، د هغه مېرمن یولیا ناولنایا اعلان وکړ چي د هغه د ځای ناستي په توگه د «فساد ضد انجمن» مدیریت پرغاړه اخلي. الکسي ناوالني د دغه غیرانتفاعي بڼسټ اساس پر ۲۰۱۱م کال کی کښیښود. د هغه له جوړیدو څخه هدف د روسیې د نخبگانو په منځ کي د رشوت خوړلو او له واک څخه د ناوړه استفادې د پیښو رسوا کول وو او په نتیجه کي یې د دغه هیواد د فساد پر وړاندي مبارزه وه.

دا دی اوس دویچه ویله، د بیان د آزادۍ خپله لسمه جایزه، یولیا ناولنایا او د «فساد ضدانجمن» ته ورکوي. د دویچه ویله عمومي مشر پیتر لیمبورگ، د ناوالنایا او د هغې د همکارانو «په نه ماتیدونکي شجاعت» سره د هغې د بڼسټ انتخابول د یوې آزادي روسیې له پاره توجیه کړل: «یولیا ناوالنایا له اوله سره پر ټولو خطرونو، هیمشنیو گواښونو او شخصي محدودیتونو سربیره، د بیان او مطبوعاتو  د آزادۍ له پاره مبارزه کي د خپل خاوند الکسي ناوالني د سیاسي فعالیتونو ملاتړ کړی دی.»

ډېر کسان د سایبریا په زندان کي د ۴۷ کلن ناوالني مړینه د څو کلن آزار او عذاب نتیجه بولي چي روسي چارواکو د هغه د فعالیتونو پر وړاندي د غچ اخیسلو په توگه عملي کړ.

یولیا ناوالنایا نه غوښتل چي سیاستواله سي

څارونکي په دې باور دي چي یولیا ناوالنایا د خپل خاوند د ځای ناستي په توگه په هغې پوري مربوط سیاسي فعالیتونه تعقیبوي. ځیني هغه د روسیې د اپوزیسیون یوه نوې څېره بولي. دا په داسي حال کي ده چي هغې هیڅکله نه غوښتل چی یوه سیاستواله سي.

Frankreich Straßburg | Julija Nawalnaja spricht im Europäischen Parlament
یولیا ناوالنایا د اروپا په پارلمان کی د وینا پرمهالانځور: Frederick Florin/AFP/Getty Images

الکسی ناوالنی  په ۱۹۹۸م کال کي په ترکیه کي د خپلو رخصتیو پروخت له یولیا سره آشنا سو او په ۲۰۰۰ م کال کي یې له هغې سره واده وکړ. یو کال وروسته یې د داریا په نوم لور وزیږیده او په ۲۰۰۸م کال کي یې د زخار په نوم زوی نړۍ ته سترگي پرانیستې.

یولیا ناوالنایا په مسکو کي د پلیخانوف له پوهنتون څخه د نړیوالو اقتصادي اړیکو له پوهنځي څخه فارغه سوې ده. خو هغې په خپله رشته کي د کارکولو پرځای د خپل خاوند د فعالیتونو ملاتړ وکړ.

رسنیو د اول ځل له پاره هغه وخت د یولیا ناوالنایا په اړه رپوټ ورکړ، کله چي هغه او د اپوزیسیون نور غړي د مسکو په ټولو زندانونو کي د الکسي ناوالني په لټه کي ول، دا ځکه چي هغه د عادلانه انتخاباتو له پاره تر یوې مظاهرې وروسته، پولیسو نیولی وو.

Regionalwahlen in Russland | Alexej Nawalny mit seiner Frau Julia
الکسي ناوالني له خپلی میرمن او اولادونو سرهانځور: Andrew Lubimov/AP/dpa/picture alliance

یولیا ناوالنایا د اول وار له پاره په ۲۰۱۳م کال کي د خپل خاوند د انتخاباتي مبارزې په ترڅ کي د مسکو د ښاروالۍ مقام د په لاس راوړلو له پاره سیاسي ډگر ته راووتله.

«د اخلاقي مقاومت یوه نمونه»

د سیاسي علومو کارپوه، دمیتري اوریشکین په دې باور دی چي یولیا ناوالنایا کولای سي په روسیه کي د «مردانه» استبداد پر وړاندي د مقاومت یوه نمونه وگرځي. د هغه په خبره، په داسي حال کي چي د روسیې زیاتره نارینه  پر روسیې باندي د ناټو پر یوه برید باور لري، ښځي ځانگړي ستونزي حلولای سي: «ښځي د هیڅ ایډیالوژۍ پیروي نه کوي، بلکي غواړي خپل د کورنۍ غړي ځانته راوبولي. د ناوالنایا محبوبیت کولای سي د هیواد په دننه او دباندي کي اپوزیسیون سره متحد کړي.»

په واشنگټن کي د نړیوالي سولې له پاره د بڼسټ لوړپوړي غړی اندري کولیسنیکوف، په دې نظر دی چي یولیا ناوالنایا کولای سي د «اخلاقي مقاومت په یوې نمونې« بدله سي: »که کوم وخت یوه دیموکراټه ښځه د جمهوري ریاست د چوکۍ  له پاره کاندیده سي، نو یولیا به تر ټوله ښه کاندیده وي.»

یولیا ناوالنایا ویلي دي: «پوتین د الکسي په وژلو سره، زما نیم وجود، نیم زړه او نیمه روح ووژله.» هغې زیاته کړه چي نیمه پاته برخه مي له «غوسې، غضب او کرکي» ډکه ده چي هغه خپل د خاوند د خوبونو ریښتیا کولو ته ورباسي، یعني له «کرامت، عدالت او میني» ډکې روسیې رامنځته کول.

الکسی شتریلنیکوف / ن ، ز/ گ ، پ