په آلمان کی د سیاسي انگیزې له امله جنسي تیری؟ – DW – ۱۴۰۳/۶/۱۹
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کی د سیاسي انگیزې له امله جنسي تیری؟

۱۴۰۳ شهریور ۱۹, دوشنبه

د جرمني په ایزرلوهن کي د سیاسي انگیزې له امله د جنسي تیري یوه پیښه رامنځته سوې ده. یو ۳۰ کلن ځوان شکنجه او سخت ټپي سوی دی.

https://p.dw.com/p/4kQ4S
Deutschland I Staatsschutz ermittelt nach Sexualdelikt in Iserlohn
انځور: Alex Talash/dpa/picture alliance

پولیس د جرمني د زاور لند په ایزرلوهن کي د جنسي تیري په پیښه کي سیاسي انگیزه له امکانه لیري نه بولي. پولیسو او لوی څارنوال رپوټ ورکړی دی چي د شنبې په ماښام ناوخته، له یوې ودانۍ څخه چیغي او نارې واوریدل سوې. چارواکو هلته یو ۳۰ کلن ټپي سوی ځوان وموند.

د پولیسو د یوې چورلکي په مرسته په نیژدې پراته ځنگل کي څلور کسان چي ۲۴، ۳۴، ۴۲ او ۴۶ کلن دي، تعقیب او ونیول سول. ۳۰ کلن ټپي کس یوه روغتون  ته انتقال سوی دی. لکه څنگه چي دغه پیښه د سیاسي دلیل له امله رامنځته سوې، نو د حکومت امنیتي ارگان په دې هکله پلټني پر غاړه اخیستي دي. دا چي د پیښي علت به څه ډول یوه سیاسي انگیزه وي، په اړه یې چارواکو څه نه دي ویلي.

پولیسو د رسنیو هغه رپوټونه چي گواکي د شرابو د جوړولو په یوې پخوانۍ ودانۍ کي دي ډله ایز جنسي تیری  رامنځته سوی وي، تائید کړي نه دي.

هغوی همدارنگه د «بیلډ» ورځپاڼي هغه معلومات هم تائيد نه کړل چي قرباني کس له ایران څخه راغلی مهاجر دی.

جنسي تاوتریخوالی؛ د اعتراض کوونکو پر وړاندې د فشار وسیله ده؟

GP/NZ/AG