پر اوکراین د روسيې د يرغل ورځ؛ کیف سره د غربي رهبران پیوستون – DW – ۱۴۰۲/۱۲/۵
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

پر اوکراین د روسيې د يرغل ورځ؛ کیف سره د غربي رهبران پیوستون

۱۴۰۲ اسفند ۵, شنبه

روسيې د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین پوځي یرغل وکړ چې تر اوسه په دغه جګړه کې په لسونو زره کسان وژل شوي دي. یو شمېر غربي رهبران اوکراین سره د خپل پيوستون ښودلو په موخه نن کيف ته رسېدلي دي.

https://p.dw.com/p/4cpUj
 له ښې لورې: د بلجيم صدراعظم الکساندر دي کرو، د اروپايي کمیسیون مشره اورزولا فون دير لاین او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي سره  شنبه د ۲۰۲۴م کال د فبروري ۲۴مه په کیف کې
له ښې لورې: د بلجيم صدراعظم الکساندر دي کرو، د اروپايي کمیسیون مشره اورزولا فون دير لاین او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي سره شنبه د ۲۰۲۴م کال د فبروري ۲۴مه په کیف کې انځور: picture alliance/dpa/Belga

د ايټاليا صدراعظمه جورجا ملوني، د کاناډا صدراعظم جستین ترودو او د بلجیم صدراعظم الکساندر دي کرو د اروپايي کمیسیون د مشرې، اورزولا فون دير لاین سره نن شنبه (د فبروري ۲۴مه) د اوکراین پلازمېنې کیف ته رسيدلي دي. د ايټاليا حکومت په حواله، دغو چارواکو کيف ته سفر شپې له ګاونډي هېواد پولند څخه په یو اورګاډي کې کړی دی.

میرمن فون ديرلاين پر ټولنيزې رسنۍ اکس ليکلي چې هغه کيف ته رسېدلې«تر څو د اوکراینيانو له خارق العاده مقاومت څخه لمانځنه وکړي.» هغې زیاته کړې: «موږ د بل هر وخت په پرتله له اوکراین سره لا کلک ولاړ یو. د اقتصادي، پوځي او اخلاقي لحاظه. تر هغې چې بلاخره دغه هېواد آزاد شوی وی.»

امنيتي تړونونه

تمه ده چې د ايټاليا او کاناډا صدراعظمان به په کیف کې د خپل لنډ سفر په جریان کې د اوکراین له ولسمشر سره یو لړ امنيتي تړونونه لاسلیک کړي. د رويټرز خبري آژانس په حواله دغه تړونونه چې د ملیارډونو ډالرو په ارزښت دي، د آلمان او فرانسې سره په توافق ترسره کيږي.

خو د امریکا متحده ایالاتو د جمهور رئيس، جو بایدن، له خوا اوکراین سره د ۶۱ مليارډ ډالرو په ارزښته ژمنه شوې مرسته په کانګریس کې د جمهوري غوښتونکو له خوا تړل شوې ده. د کانګریس دغه اقدام د کیف پر هغو هيلو خپل پراخ سيوري غوړولی کوم چې غواړي په بهتره توګه مجهز روسي ځواکونه ېې په پراخه توګه په شا تمبولي وي.

روسيې د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین پوځي یرغل وکړ چې تر اوسه په دغه جګړه په لسونو زره کسان وژل شوي او د اوکراین اقتصاد هم سخت ټکول شوی دی
روسيې د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین پوځي یرغل وکړ چې تر اوسه په دغه جګړه په لسونو زره کسان وژل شوي او د اوکراین اقتصاد هم سخت ټکول شوی دیانځور: Str/AA/picture alliance

د اوکراین ولسمشر، ولاديمیر زيلنسکي، بیا د امریکا د مرستې پر دغې ۶۰ ملیارډ ډالرې بستې چې د جمهوري غوښتونکو له خوا په تعویق کې لوېدلې، ټينګار کوي. زیلنسکي وايي د امریکا دغه مرسته ورته د روسيې د تهاجم پر وړاندې د خپل هېواد د دفاع له پاره ډېره اړينه ده. دغه بسته د امریکا د سنا له خوا چې د دموکراټانو له خوا کنټروليږي، پاس شوې، اما د امریکا متحده ایالاتو د استازو مجلس هغه ځنډولې ده چې لامل ېې تر ډېره د امریکا خپل کورني سیاسي اختلافات ښودل کيږي.

ويډيويي کانفرانس

 په پام کې ده چې بایدن به هم د شنبې په ورځ د جی۷ ډلې رهبرانو د یو ويډيوکنفرانس له لارې په دغه غونډه کې چې مشري ېې د ايټالیا صدراعظمه ميلوني او د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زیلنسکی کوي، ګډون وکړي.

دغه ويډيو کنفرانس د ايټاليا له لوري چې حاضر وخت د جي۷ ډلې دوره ېې مشري کوي، تنظیم کړی دی. ايټاليا ټینګار کوي چې پر هغو تصوراتو چې لويديځ ورڅخه ستړی شوی او جګړه کې د روسيې ګټل دي، پرې برلاسي کېدل ډېر حیاتي دي.

د آلمان صدراعظم، اولاف شولڅ
د آلمان صدراعظم، اولاف شولڅانځور: Johannes Simon/Getty Images

اوکراین سره د غربي رهبرانو د پیوستون ښودلو په لړ کې د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ ويلي دي: «روسيه یوازې پر اوکراین حمله نه کوي، بلکې د اروپا امنيت ېې له منځه وړي.» شولڅ زیاته کړه چې هېواد به ېې پر خپل پوځ باندې پانګونې ته ادامه ورکوي او د مهماتو د توليد بهیر به هم پر مخ ځي.

شولڅ وويل: «مخنيوی او دفاعي چمتووالی – زه پوهیږم چې د آلمان د یو صدراعظم له لوري د دا ډول خبرو کول غیرمعمول دي. دا هغه الفاظ دي چې په آلمان کې د اوږدې مودې له پاره نه کارول او تقریباً هېر شوي دي.» د آلمان صدراعظم د خپلو خبرو په ادامه وويل: «خو دغه الفاظ د یو ډېر مهم مسئولیت له پاره دي: «موږ باید له خپلو متحدینو سره په ګډه ډېر پياوړي واوسو چې هېڅ څوک پر موږ د حملې جرات ونه کړي.

د بريتانيا لخوا دفاعي بسته

بريتانیا د شنبې په ورځ له اوکراین سره د یوې نوې دفاعي بستې د مرستې اعلان وکړ. دغه مرسته د ۲۴۵ ملیون پونډو په ارزښت ده چې د ۳۱۱ ملیونه امریکا ډالرو او ۲۸۷ ملیونه یورو سره برابره ده چې د بریتانیا د دفاع وزارت په خبره د اوکراین پوځ له پاره به «د توپخانه یې مهماتو د فوري اړتيا» په زيرمه کولو کې تقويتي رول ولري.

په ورته وخت کې د اوکراین د بهرنيو چارو وزير، دیمتري کولبا، ويلي چې «اوکراین به د جګړې ګټونکی وي.»

د اوکراین د بهرنيو چارو وزير، دیمتري کولبا
د اوکراین د بهرنيو چارو وزير، دیمتري کولباانځور: Mary Altaffer/AP Photo/picture alliance

کوليبا چې له خبریالانو سره غږېده وويل، په ۲۰۲۲ کې کله چې روسیې پر اوکراین حمله وکړه، یو شمېر ديپلوماتان او ناظران په دې باور ونه وو چې اوکراین دې په دغه جنګ کې ژونده پاته شي. هغه زیاته کړه: «نن هم دا ډول خلک باور نه لري چې اوکراین به د دغې جګړې ګټونکی وي. هغوی یو ځل تېروتلي وو او یو هغوی به یو ځل بیا هم تېروځي.» کولبا ټینګار وکړ چې «...اوکراین به د جګړې ګټونکی وي. که موږ يوځای په ګډه اقدام وکړو دا به ژر پېښ شي.»

»تر هغې چې مسکو خپلو موخو ته نه وي رسېدلی«

روسيه بیا پر اوکراین خپل پوځي یرغل ته د «ځانګړي پوځي عملیات» نوم ورکوي. د ملګرو ملتونو په سازمان کې د روسيې استازي، واسيلي نبنزیا، بیا ادعا کړې چې دغه شخړه مسکو نه ده پيل کړې او دا ژمنه ېې وکړه چې د روسيې «ځانګړی پوځي عملیات» به تر هغې چې مسکو خپلو موخو ته نه وي رسېدلی، پای ته ونه رسيږي.

د اوکراین ولسمشر، ولاديمیر زيلنسکي بیا خبرداری ورکوي چې که روسيه د اوکراین په جګړه کې بریالۍ شي، د ولاديمیر پوتین تر مشرۍ لاندې دغه هېواد به د اوکراین په سرحدونو کې تم نه شي. خو پوتین بیا دا ډول څرګندونې بې ځایه بللي دی.

آ./م.ک.ص./ا.ا.

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب