د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱۶ میلیونه ډالره مرسته – DW – ۱۴۰۳/۷/۱
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱۶ میلیونه ډالره مرسته

۱۴۰۳ مهر ۱, یکشنبه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا اعلان کړی، چې هالنډ د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته کړې.د ساړه موسم په رارسیدو افغانستان کې د خلکو اړتیاوې هم ډيرې شوي.

https://p.dw.com/p/4kwfd
افغانستان کې له نیمایي ډیر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
افغانستان کې له نیمایي ډیر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.انځور: ATIF ARYAN/AFP

دغه سازمان د ایکس (پخواني) ټویټر له لارې له هالنډ څخه مننه کړې چې د ۲۰۲۴ کال لپاره یې د افغانستان له بشري صندق سره ۱۶،۱ میلیون مرسته کړې.د اوچا د شمیرو پر بنسټ، هالنډ چې د افغانستان د بشري مرستو د صندوق دریم لوی ملاتړ کوونکی دی، له ۲۰۱۶ کال راهیسې یې له ۸۹ میلیونو یورو زیاته مرسته کړې ده.


د هالنډ له خوا دا مرسته په داسې حال کې کېږي چې اروپايي ټولنې په دې وروستیو کې د ښځو په تړاو د طالبانو د امر بالمعروف وزارت له امله پر دغې ډلې نوی تحریمونه وضع کړل.

آیا د ښځو پر وړاندې د طالبانو دریځ لا پسې سختیږي؟

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ او د نړیوالو مرستو له بندېدو وروسته د دغه هېواد کمزوری اقتصاد له سقوط سره مخ شوی دی.د دغه سازمان د شمېرو له مخې شاوخوا ۲۴ میلیونه وګړي، چې د افغانستان د نفوس له نیمايي ډېره برخه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ساړه موسم رارسیدو ته په اشارې سره ویلي د افغانستان خلک لا ډیرو مرستو ته اړتیا لري.

د طالبانو درې کلنه واکمني؛ افغانستان کې وضعیت څه ډول دی؟