زیلنسکي د خپل پلان له پاره د امریکا د ملاتړ په تمه دی – DW – ۱۴۰۳/۷/۲
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زیلنسکي د خپل پلان له پاره د امریکا د ملاتړ په تمه دی

۱۴۰۳ مهر ۲, دوشنبه

د اوکراین ولسمشر امریکا متحده ایالاتو ته رسېدلی او هلته د خپل په اصطلاح «بريا» د پلان له پاره د ملاتړ په تمه دی. هغه غواړي د ملگرو ملتونو په سرمشریزه کي هم د هغه له پاره تبلیغ وکړي.

https://p.dw.com/p/4kyT7
USA Selenskyj besucht Munitionsfabrik in Scranton
انځور: COMMONWEALTH MEDIA SERVICES/Handout via REUTERS

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي، د مني فصل د راتلونکي تگلاري او د جگړې د پای ته رسېدو له پاره یو پریکړنده پړاو بولي. 

زیلنسکي په خپله ورځني ویډیويي وینا کي وویل: «موږ له خپلو متحدينو سره په ګډه کولای سو خپل دریځ دومره پیاوړی کړو، کوم چي د یوې واقعي عادلانه سولې په هکله زموږ د گډې بریا له پاره ورته اړتیا لرو.»

د هغه په خبره یوه عادلانه نتیجه به هغه وخت په لاس راوړل سي چي روسیه ددغې یرغلیزي جگړې مسئولیت ومني او د هغه عواقب احساس کړي.

زیلنسکي  دا ځل خپله وینا په یوې الوتکه کي وکړه. تر هغه لږ وروسته نوموړي امریکا متحده ایالاتو ته د رسېدو خپل انځورونه خپاره کړل.

زیلنسکي په خپله ویدیويي وینا کي اعلان وکړ چي غواړي په اصطلاح د بریا دغه پلان د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن، د ولسمشرۍ د انتخاباتو دواړو کاندیدانو، دونالد ترمپ او کامالا هریس، او همدارنگه په کانگرس کي دواړو گوندونو ته معرفي کړي.

هغه وویل چي دغه پلان به چي د جزیاتو په هکله یې تر اوسه څه نه دي ویلي، همدارنگه نورو دولتي مشرانو ته هم وړاندي کړي.

د اوکراین جګړه: آیا روسیه د ټانکونو له کمښت سره مخ ده؟

د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کي ګډون

 د زیلنسکي د سفر هدف د ملګرو ملتونو راتلونکې سرمشریزه ده. د اوکراین ولسمشر نن غواړي په راتلونکي سرمشریزه کي د ملگرو ملتونو په مقر کي خبري وکړي.

د هغه د دفتر په حواله د سې شنبې په ورځ د اوکراین په اړه د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کي د زیلنسکي گډون پلان سوی دی او تمه کیږي چي هغه به د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې خبرې وکړي.

د دغې غونډې په څنډه کي زیلنسکي غواړي چي د نړیوالو دولتي او حکومتي مشرانو سره خبري وکړي. په هغه کي د جرمني له صدراعظم اولاف شولڅ، سره هم خبري اتري پلان سوي دي.

د زیلنسکي له پاره مهم سفر

د ملگرو ملتونو پر سترې غونډې سربیره، زیلنسکي یو ځل بیا له خپل سفر څخه د متحده ایالاتو د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو څخه دمخه په واشنګټن کي د دواړو ګوندونو څخه د ملاتړ له پاره کار اخلي. د نورو ترڅنگ به په سپینه ماڼۍ کي ولسمشر جو بایدن هم د زيلنسکي هرکلی وکړي.

امریکا متحده ایالات د اوکراین، چي له دوه نیمو کلونو راهیسي د روسیې د یرغلیزي جگړې پر وړاندي مقاومت کوي، یو مهم پوځي ملگری شمیرل کیږي.

په داسي حال کي چي کیف  په نسبي ډول د ډیموکراټانو د بري په صورت کي د واشنګټن د دوامدار ملاتړ په اړه ډاډمن دی، خو د اوکراین په اړه د جمهوري غوښتونکي کاندید ټرمپ بهرنۍ پالیسي بیا روښانه نه ده. هغه د ټاکنیز کمپاین پر مهال څو ځله ویلي دي چي غواړي ژر تر ژره سوله راولي، خو دا یې نه دي ویلي چي څنګه او په کومو شرایطو سره.

د اوکراین حالت همداسي کړکیچڼ دی

په داسي حال کي چي زیلنسکي په بهر کي د نور ملاتړ په لټه کی دی، د هغه په ټاټوبي کي حالت همداسي بحراني پاته دی. په شپه کي بیا هم پر اوکراین باندي د روسیې له خوا بریدونه وسول. په تیرنوپول کي د شپې له خوا د دغه ستر ښار په ځینو برخو کي برېښنا قطع سوه. د رسنیو په حواله مخکي له هغه په یوه سب ستیشن کي یوه چاودنه رامنځته سوه. د رسمي معلوماتو له مخې په دغه پیښه کي چا ته زيان نه دی رسېدلی.

 په عین حال کي د جبهو په دواړو خواوو کي جگړه په خپل شدت سره ادامه لري. په کیف کي د لوی درستیز په حواله د ورځي په جریان کي د روسي او اوکرایني ځواکونو ترمنځ څه د پاسه ۱۰۰ نښتې رامنځته سوي دي.

ولي د روسیې کورسک سیمه د اوکراین له پاره مهمه ده؟

GP/NZ/AG