د ترمپ د مالیې پخوانی رئیس د بند په جزا محکوم سو – DW – ۱۴۰۱/۱۰/۲۱
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ د مالیې پخوانی رئیس د بند په جزا محکوم سو

۱۴۰۱ دی ۲۱, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د پخواني جمهوررئیس، دونالد ترمپ د مالیې پخوانی رئیس، الن وایسل بیرګ د نیویارک د یوې محکمې له خوا د نورو ترڅنګ د مالیې پټولو او نه تادیه کولو په تور د بند په جزأ محکوم سوی دی.

https://p.dw.com/p/4M1YE
USA New York | Langjähriger Trump-Finanzchef Allen Weisslberg verurteilt
انځور: Curtis Means/Pool DailyMail/AP/dpa/picture alliance

دغه اوس ۷۵ کلن ډیر کلونه د ترمپ د املاکو د لوی شرکت مشري پرغاړه درلوده او په دې جریان کي یې د شرکت په نفع د پیسو ګټه اخیستې او مالیات یې نه دي تادیه کړي. 

په دې خاطر اوس هغه په پنځه میاشتي بند او دوه ميلیونه ډالره نقدي جزا محکوم سو. د لږ او ملایمي دغي جزا ورکولو دلیل د هغه هراړخیزه اعترافونه ول.