د اروپا اتحادیه غواړي د مهاجرو تعداد کم کړي – DW – ۱۴۰۱/۱۱/۲۲
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا اتحادیه غواړي د مهاجرو تعداد کم کړي

۱۴۰۱ بهمن ۲۲, شنبه

د اروپا اتحادیه غواړي چي د دغي ټولني غړيو هيوادونو ته یې د غیر قانوني مهاجرو ورداخلیدل محدود کړي، خو څنګه؟ که څه هم اتحادیه نوي مفکورې نه لري، خو غواړي د هغوی د اصلي هیوادونو سره ګډ کار وکړي او ډیر مهاجر بیرته ورولیږي.

https://p.dw.com/p/4NKOk
Europäische Flüchtlingspolitik | Grenze zwischen Griechenland und Türkei
د مهاجرینو په مخکي دیوالانځور: Nicolas Economou/NurPhoto/picture alliance

د اروپايي اتحادیې غړي هیوادونه د خپلي سرمشریزي پر مهال د اتحادیې د دباندنیو سرحدونو پر تقویې باندي توافق سره کړی دی. تیره جمعه د اتحادیې د فوق العاده سرمشریزي پر مهال د کمیسارۍ څخه غوښتل سوي دي، چي « ډیر ژر د اروپايي اتحادیې له ټولو وسایلو» څخه کار واخیستل سي، تر څو هغه هیوادونه چي د اتحادیې په دباندنیو سرحدونو کي موقعیت لري، وکولای سي د سرحدونو د حفاظت په خاطر خپلي زیربناوي او کنټرول نور هم ښه کړي.

د اروپا په اتحادیه کي دا له ډېر وخت راهیسي شخړه ایزه موضوع ده، چي ایا د سرحدونو د تقویې په خاطر اغزي لرونکي دیوالونه جوړ سي او که جوړیږي، څوک به یې مصارف ورکوي.

Deutschland Symbolbild Flüchtlingszahlen
د اروپا تر اتحادیې دبانديانځور: Patrick Pleul/ZB/dpa/picture alliance

اوس بیا د دولتونو او حکومتونو مشرانو د کمیسارۍ څخه غوښتي دي چي د سرحدونو د «حفاظت او ساتني په خاطر» ډیر ژر د یوې اروپايي ستراتیژۍ مسوده وړاندي کړي.

سربیره پردې باید د اروپا اتحادیې د همسرحده هیوادونو سره ګډ کار تقویه او د غیر قانوني مهاجرو د اصلي هیوادونو سره قراردادونه امضأ سي. د دغو تړونونو پرمهال باید دغه دولتونه مکلف وګرځول سي، ترڅو رد سوي مهاجر بیرته واخلي. د دې په مقابل کي به بیا اروپايي اتحادیې ته د مسلکي کسانو قانوني راتګ ته زمینه مساعده سي.

په دې اړوند یو مطلب: برلین افریقا ته د پناغوښتني د پروسې پرانتقال غور کوي

د اتحادیې د فوق العاده سرمشریزي پرمهال د اطریش صدراعظم، کارل نیهمر اتحادیې ته د مهاجرو او پنا غوښتونکو د مخ پر ډیریدونکي تعداد پر ضد د تدابیروغوښتنه کړې وه.

اروپا ته د مهاجرت په ارتباط یو بل مطلب ولولی:جرمني: اقتصاد د مهاجرت مقرراتو د ساده کولو غوښتنه کوي

هالینډ، ایټالیا او بلغاریا غوندي هیوادونو هم د اتحادیې د فوق العاده سرمشریزي پر مهال په دې اړه پر فیصلو او تصامیمو باندي ټینګار کاوه. د سرمشریزي په اعلامیه کي به نو اوس دا تشویش هم بیان سي، چي بیرته د په اصطلاح بالکان لاري څخه ډیر مهاجر او پنا غوښتونکي مرکزي اروپا ته راځي.

زموږ د آرشیف څخه یوه ګالري: