د آلمان د براندنبورگ په ټاکنوکي سوسیال ډیموکراټ گوند دمخه دی – DW – ۱۴۰۳/۷/۲
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د براندنبورگ په ټاکنوکي سوسیال ډیموکراټ گوند دمخه دی

۱۴۰۳ مهر ۲, دوشنبه

د جرمني د براندنبورگ ایالت په انتخاباتو کي، سوسیال ډیموکراټ گوند د څه د پاسه ۳۱ سلنه رایو په تر لاسه کولو سره تر ټولو دمخه دی. د آلمان له پاره بدیل ښي اړخه گوند ۲۹ سلنه رایې تر لاسه او په دې ډول یې دوهم ځای خپل کړ.

https://p.dw.com/p/4kxz6
LTW Brandenburg
انځور: Fabrizio Bensch/REUTERS

‌د جرمني د براندنبورگ په مهمو ایالتي انتخاباتو کي، د دیتمارز وویدکه، په مشرتوب سوسیال ډیموکراټ گوند SPD د لومړنیو شمیرو له مخې د ۳۱،۳ سلنې رایو په لاس ته راوړلو سره تر ټولو پیاوړی گوند سو. په دغو انتخاباتو کي څه د پاسه ۷۰ سلنه خلکو گډون کړی وو.

دوهم ځای د۲۹،۵ سلنو رایو په ترلاسه کولو سره د «آلمان له پاره بدیل گوند» AFD خپل کړ. دغه گوند د اساسي قانون د ساتنې ایالتي ادارې له خوا د شکمن افراطيښي اړخه غورځنګ په توګه طبقه بندي سوی دی.

د (BSW ) په نوم د سارا واگن کنشت اتحاد گوند د ۱۲ سلنو رایو په ترلاسه کولو سره دریم ځای خپل کړی دی.

مسیحي ډیموکراټ اتحاد (CDU) خپلې څه د پاسه ۵ سلنه رایې له لاسه ورکړي دي او شاوخوا ۱۱،۵ سلنو رایو ته ورسید.

زرغون گوند  د شاوخوا ۴،۵ سلنو رایو په ترلاسه کولو سره ښايي ونه سي کولای پارلمان  ته لاره پرانیزي.

کیڼ اړخه گوند ۳ تر ۴ سلنه رایې ځانته خپلې کړې او له ۵ سلنې څخه د کښتو رایو په ترلاسه کولای سره په ډیر احتمال نه سي کولای پارلمان ته ننوزي.

آزاد ډیموکراټ گوند (FDP) د یو سلنه رایو په ترلاسه کولو سره له پارلمان څخه دباندي پاتیږي. دغه گوند تر اوسه ونه سو کولای په دغه ایالتي پارلمان کی کوم استازی ولري.

په هر حال، د انتخاباتو  د قانون له مخې د زرغون، کیڼ اړخه او لیبرالانو گوندونه کولای سي ایالتي پارلمان ته لار ومومي، حتی که تر ۵ سلنه رایو کښته هم په لاس راوړي وي، خو په دې شرط چي په هغو کي یو مستقیم استازی انتخاب سوی وي.

د اروپا ټاکنې؛ آسيايي مهاجر خپل راتلونکې ته انديښمن دي

GP/NZ/DW.Farsi