ترکیه: پر امریکايي سرتیرو تر برید وروسته ۱۵ کسان نيول شوي – DW – ۱۴۰۳/۶/۱۳
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستترکیه

ترکیه: پر امریکايي سرتیرو تر برید وروسته ۱۵ کسان نيول شوي

۱۴۰۳ شهریور ۱۳, سه‌شنبه

په ترکیه کي پر امریکايي سرتیرو د ناسیونالیستانو تر برید وروسته د ځوانانو د دغي ډلې ۱۵ غړي نیول سوي دي.

https://p.dw.com/p/4kCki
 Kriegsschiff USS Wasp der US-Armee
امریکایی جنگي بیړۍ  "USS Wasp" انځور: ANKA

لکه څنگه چي چارواکو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ، د ترکیې د ځوانانو د ټولنې (TGB) یوې ۱۵ کسیزي ډلې د ایزمیر په بندر کي د  "USS Wasp"  په نوم امریکايي جنگي بیړۍ چي هلته یې لنگر اچولی وو، د عملې پر دوو تنو برید وکړ. د ترکيې امنیتي ځواکونو سمدستي مداخله وکړه او دغه شکمن بریدکوونکي یې ونیول. 

په ترکيه کي د امریکا متحده ایالاتو سفارت نوموړې پیښه تائید کړې ده او له ترکي چارواکو څخه یې له دغه ډول اقدام څخه مننه کړې ده. د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند له دې کبله خپله اندېښنه ښودلې ده.

د  (TGB) ټولنې له خوا په ایکس انترنت پاڼه کي خپره سوې یوه ویدیو ښيي چي څرنگه یوه ډله کسان د یوه سړي پر سر چي ملکي کالي یې اغوستي دي، یوه کڅوړه اغوندي او د "Yankee go home!" نارې وهي. دغه نشنلستي او امریکايي ضد ډله څرگندوي: هغه امریکايي سرتیري چي «لاسونه یې زموږ د سرتیرو او په زرو فلسطینيانو په وینو ککړ دي، اجازه نه لري چي زموږ هیواد ته راسي.»

د "USS Wasp" بیړۍ د اگست میاشتي په نیمايي کي د ترکیې له سمندري کښتیو سره یو ځای مانورونه کوي.

     GP/NZ/AG