اصف دراني: د ټي ټي پي غړي د طالبانو په وزارتونو کې کار کوي – DW – ۱۴۰۳/۷/۲
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اصف دراني: د ټي ټي پي غړي د طالبانو په وزارتونو کې کار کوي

۱۴۰۳ مهر ۲, دوشنبه

د افغانستان له پاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني له دویچه ویله سره یوه ځانګړې مرکه کې ادعا کړې ده چې د ټي ټي پي وسله وال د طالبانو حکومت په وزارتونو کې کار کوي. ښاغلي دراني نور مالومات ورنه کړل، چې په کومو وزارتونو کې دي. ښاغلی درانی زیاتوي، عام افغانان په افغانستان کې ټوپکې نه شي‌ګرزولی، خو د ټي ټي پي وسلوال هلته له وسلو سره ازاد ګرزي. خدای نور ناصر ورسره مرکه کړې ده.‌ 

https://p.dw.com/p/4kzJw