پاکستاني طالبان وايي په سوات کې برید دوی نه دی کړی – DW – ۱۴۰۳/۷/۲
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني طالبان وايي په سوات کې برید دوی نه دی کړی

۱۴۰۳ مهر ۲, دوشنبه

پاکستاني طالبانو په سوات کې پر هغو پوليسو په بريد کې لاس درلودل رد کړي دي چې د بهرنيو سفيرانو يو کتار یې بدرګه کاوه. په دې برید کې د پوليسو يو افسر وژل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4kxyx
آرشيف انځور: په سوات کې پر چينايانو بريد
پرون، يکشنبه د سوات په مالم جبه سيمه کې چې يو وخت د پاکستاني طالبان پوخ سنګر وو، د سفيرانو او مشاورينو پر يوه کتار باندې بريد وشو.انځور: AP/picture alliance

پرون، يکشنبه د خيبر پښتونخوا د سوات په مالم جبه سيمه کې چې يو وخت د پاکستاني طالبان پوخ سنګر وو، د سفيرانو او مشاورينو پر يوه کتار باندې بريد وشو.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې بريد پړه نه ده منلې خو د پاکستاني طالبانو وياند محمد خراساني، د پولیسو پر هغه موټر په چاودنه کې لاس درلودل رد کړي دي، چې د دغه کتار امنيت ټينګولو ته ګمارل شوي ول.

په دې بريد کې چې د پاکستان د ولسمشر آصف علي زرداري، او لومړي وزير شهباز شريف، او د نورو چارواکو له خوا په کلکه غندل شوی دی، د پوليسو يو افسر وژل شوی او څلور نور ټپيان شوي دي.

د امنيت ساتنې په برخه کې نیمګړتیاوې؟ 

په دې بريد کې د بهرنيو هېوادونو استازو ته کوم زيان نه دی رسېدلی خو د شنونکو په آند دا بريد ښيي چې امنيتي تدابير نه دي مراعت شوي.

د شخړو او امنيتي مطالعاتو د اسلام آباد ميشتي انستيتويت څخه دفاعي شنونکي عبدالله خان، وويل: «واضح ده چې دا يوه امنيتي سرغړونه وه ځکه د کتار لاره يوازې پوليسو او د بم خنثی کوونکې قطعې ته معلومه وه چې د رپوټ پر اساس یې دغه مسير د سفر له پاره بې خطره ګڼلې وو.»

نوموړي وويل: «ځيني داخلي کسانو [ښايي موجود وي] له وسله والو سره د بهرنيو سفيرانو د سفر پلان شريک کړی دی.»

خان، وويل چې دا بريد د بريدکوونکو چې پخوا یې امنيتي ځواکونه په نخښه کول، په چلند کې د بدلون ښکارندوی کوي.

ولې د طالبانو او پاکستان تر منځ ورځ تربلې ستونزې ډیریږي؟

د دفاعي چارو پاکستانی شنونکی سيد محمد علی، وايي چې د هېواد شمال لویدیځ ته چې په دې وروستيو کې پکې تاوتريخوالي يو ځل بيا زور اخيستی دی، د لوړو پوړو چارواکو د دې ډول سفر په اړه باید د فدرالي چارواکو او پوليسو ترمنځ لا ښه همعږي موجوده وي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو په حواله په دې کتار کې چې سوات ته یې سفر کړی وو، د اندونیزيا، پرتګال، قزاقستان، بوسنيا او هرڅيګوينا، زمبابوی، رواندا، ترکمنستان، ويتنام، ايران، روسیې او تاجيکستان هېوادونو سفيران او استازي شامل وو. ټول بيا وروسته بيرته اسلام آباد ته ستانه شول.

پاکستان طالبان وايي بريد مو نه دی کړی

د پاکستان تحريک طالبان ډلې، يا ټي ټي پي ويلي دي چې په دې بريد کې لاس نه لري. ټي ټي پي يوه ډله جلا ده خو له افغان طالبانو نږدې متحد بلل کيږي. 

د پاکستان حکومت وايي چې د تحريک طالبان پاکستان ډلې يو شمير جنګيالو او مشرانو په افغانستان کې خوندي پټنځایونه موندلي دي او هلته واک ته د طالبانو تر رسېدو راهیسې په آزاده توګه ژوند کوي. دې وضعيت د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ترمنځ اړيکي خړې پړې کړي دي. خو طالبانو تل د پاکستان دا ادعا ردوي او وايي چې هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره پر بل هېواد د بريدونو له پاره وکاروي.

د پېښې په اړه پلټنې دوام لري

پاکستاني چارواکي لا هم په دې اړه پلټنې کوي چې آیا دا يوه امنيتي سرغړونه وه او که څنګه ځکه د بهرنيو سفيرانو او استازو د سفر پلانونه يوازې چارواکو ته ښکاره ول.

چارواکو دا هم ويلي دي چې دوی په دې اړه د معلوماتو راټولو په لټه کې دي چې چاوديدونکي مواد د سړک پر غاړه چا ځای پر ځای کړي ول. 

د يکشنبې ورځې بريد تر هغه څو میاشتې وروسته شوی چې يوه ځانمرګي بريد ګر په چاوديدونکو توکو بار يو موټر د خيبر پښتونخوا په شانګله کې د چينايانو له موټر سره ټکر کړ چې په نتیجه کې یې پنځه چينايان او د هغوی يو پاکستان موټر چلوونکی ووژل شول.

دغه چينايي قربانيان د داسو په نوم د پاکستان د ستر بند ساختماني کارکوونکي او انجنيران ول.

تر دې پېښې وروسته پاکستان د بهرنيو اتباعو او استازو امنيت چې دې سيمې ته سفر کوي، نور هم کلک کړی دی.

ب.ص/ ن. ز (AP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب