پاکستان نوي بانک نوټونه چاپوي – DW – ۱۴۰۳/۶/۱۹
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان نوي بانک نوټونه چاپوي

۱۴۰۳ شهریور ۱۹, دوشنبه

د پاکستان مرکزي بانک اعلان کړی دی چې د روان کال تر پایه پورې به نوي بانک نوټونه معرفي کړي. ویل کیږي چې نوي ډیزاین شوي نوټونه به د نړیوالو معیارونو پر اساس ځانګړی خوندیتوب ولري.

https://p.dw.com/p/4kQcE
یو کس چې د پاکستاني بانک ټونو بنډل یې په لاس کې او د سړک د غاړي صرافي کوي
د پاکستان مرکزي بانک اعلان کړی دی چې د روان کال تر پایه پورې به نوي بانک نوټونه معرفي کړي.انځور: picture-alliance/AP Photo/ A. Khan

د پاکستان مرکزي بانک د ۲۰۲۴م کال تر دسمبره پورې د نویو بانک نوټونو د معرفي کولو پریکړه کړې ده. د دولتي بانک (سټيټ بینک) د مشر په حواله، د هر ارزښت نوټونه به چاپ کړای شي چې د نړیوالو معیارونو پر اساس به له ځانګړي خوندیتوب څخه برخمن وي.

د هغه په وینا د دې اقدام تر ټولو لوی لامل، په بازار کې په لوړه پيمانه د جعلي اسعارو ګردش یا لاس پر لاس کیدل دي. د سټیټ بینک مشر وایي چې نوي بانک نوټونه به نوی رنګ، سیریل نمبر، ډیزاین او د لوړې کچې خوندیتوب ولري.

په لومړي پړاو کې پلاستیکي اسعار

دپاکستان د مرکزي بانک د ویاند په خبره پلاستیکي بانک نوټونه د کاغذي په پرتله ډیر پایښت لري او د چاپولو لګښت یې هم کم وي.

په نړیواله کچه اوسمهال په متحده عربي اماراتو، کاناډا، بریتانیا، استرالیا، سویزرلینډ، مالیزیا او سینګاپور کې پلاستیکي بانک نوټونه کارول کیږي او د دغو هیوادونو اسعار ډیر محفوظ ګڼل کیږي.

د پنځه زریز نوټونو په هکله د کارپوهانو اندېښنې

د اقتصادي چارو کارپوهان او هغه کسان چې د بانکدارۍ سکتور پورې تړاو لري د نوي اسعارو د چاپیدو هرکلی کوي، خو د پنځه زریزو نوټونو په هکله ټول اندېښمن دي.

د اقتصادي چارو شنونکي داکتر شاهد حسین صدیقي دویچه ویله ته وویل: «د نویو بانک نوټونو چاپول د ستاینې وړ دی او په دې توګه به په لوړه پیمانه په بازار کې د جعلي نوټونو د خپریدو مخه ونیول شي او په اقتصادي لحاظ به د حکومت د مالي تګلارې په مستحکم کولو کې مرسته وکړي.»

داکتر شاهد حسین وایي که حکومت د فساد د لمنځه وړلو په برخه کې جدي وي، نو پنځه زریز نوټونه دې باید په عاجل ډول بند کړي. د هغه په خبره د هندوستان اقتصاد د پاکستان په پرتله څو چنده لوی او باثباته دی، خو دغه هیواد د لوړ ارزښت لرونکي بانک نوټونه بند کړي دي.

د پاکستان د اسعارو د تبادلې شرکتونو مرستیال مشر ظفر پراچه وایي: «د اسعارو ډیزاین بدلول ښه خبره ده. نړۍ د پلاستیکي اسعارو پر لور روانه ده، خو د پنځو زرو نوټونه باید نه وي. له دې امله فساد، رشوت او د پیسو مینځل آسانه کیږي او تر ټولو خطرناکه خبره خو دا ده چې د ترهګرۍ له پاره د پیسو انتقالول اسانه کیږي.»

د هغه له نظره تر ۱۰۰۰ پورته نوټ باید نه وي. پراچه وویل چې د نوي نوټونو د راوتلو سره سم باید دا شرط کیښودل شي چې د نوټونو بدلول به یوازې د بانکي حساب له لارې ممکن وي، له دې سره به د پيسو سپينولو او تورو پيسو مخه ونیول شي.

د پاکستان د سنا په مجلس کې هم د نویو بانک نوټونو په هکله تاوده بحثونه وشول. سناتور محسن عزیز وویل چې پنځه زریز نوټ د بډو یا رشوت د معاملاتو اصلي لامل دی. د هغه په خبره دا نوټونه په بالښتونو او زیرخانو کې وي، دا باید چاپ نه شي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب