اندونیزیا: د فوټبال تر لوبې وروسته د مړو شمیر ۱۷۴ ته لوړ شوی – DW – ۱۴۰۱/۷/۱۰
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

اندونیزیا: د فوټبال تر لوبې وروسته د مړو شمیر ۱۷۴ ته لوړ شوی

۱۴۰۱ مهر ۱۰, یکشنبه

انډونیزیا کې د فوټبال تر یوې لوبې وروسته شخړو کې د چارواکو په خبره ۱۷۴ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۸۰ نور ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/4He36
Indonesien | Unruhen am Kanjuruhan Stadion
انځور: Yudha Prabowo/AP/picture alliance

د شنبې په ماښام د انډونیزیا هیواد د ختیځ جاوا ولایت په مالانګ ښار کې د فوټبال تر یوې لوبې وروسته له تاوتریخوالي ډکو شخړو کې د مړو شمیر اوس د چارواکو په خبره ۱۷۴ تنو ته لوړ شوی دی.

د یکشنبې په ورځ انډونیزیایي پولیسو ویلي دي چې په وژل شوو کې دوه تنه پولیس هم شامل دي. همدارنګه په دغه پيښه کې ۱۸۰ تنه نور ټپیان شوي هم دي. د مالانګ ناورين په نړۍ کې د سپورت د ډګرونو یو تر ټولو بده پيښه شمیرل کیږي چې پکې په دومره لویه اندازه خلک وژل کیږی.

اړوند: په کاپيسا کې يوه کس د بارسلونا د فوټبال لوبې پر سر شخړه کې خپل ورور وژلی

د مسئولینو په وینا د کانیوروهان سټيډیم د ۴۲۰۰۰ نندارچیانو د ځایولو ګنجایش لري چې ټول ټکټونه یي پلورل شوي و. د پولیسو په وینا شاوخوا ۳۰۰۰ کسانو پر میدان حمله کړې وه. پولیسو ویلي دي د اریما FC لوبډلې قهرجنو مینه والو وروسته له دې چې د دوی د خوښې لوبډلې د خپل سیالې لوبډلې پِرسابیا سورا بایا څخه د ۲ د ۳ په مقابل کې ماته وخوړه، د لوبې پر میدان برید وکړ. د خپلې سیالې لوبډلې په مقابل کې دا وروسته له دوو لسیزو څخه د پرسابیا سورا د لوبډلې لومړنۍ ماته وه.