فرانسه د افغانې ورزشکاري پر وړاندي آنلایني گواښونه څېړي – DW – ۱۴۰۳/۶/۲۷
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه د افغانې ورزشکاري پر وړاندي آنلایني گواښونه څېړي

۱۴۰۳ شهریور ۲۷, سه‌شنبه

په پاریس کي څارنوالانو ویلي دي چي د افغانې تکواندوبازي مرضیې حمیدي، پر وړاندي د آنلایني گواښونو د څېړلو په حال کی دي چي په ۲۰۲۱ کال کي واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته یې، فرانسې ته مهاجرت کړی دی.

https://p.dw.com/p/4ki2A
Frankreich | Die afghanische Taekwondo-Athletin Marzieh Hamidi
افغانه ورزشکاره مرضیه حمیدي په پاریس کی له آنلایني گواښونو سره مخامخ سوېانځور: JOEL SAGET/AFP/Getty Images

هغو څارنوالانو چي د فرانسې په پلازمېنه پاریس کي د مرضیې حمیدي، قضیه تعقیبوي، ویلي دي چي هغه «د ټولنیزو رسنیو له لارې له سایبري ځورونو لکه د مرگ، جنسي تیري او نورو گواښونو سره» مخامخ سوې ده. 

څارنوالانو زیاته کړې ده چي د کرکې اچونې د چارو د کارپوهانو یو ټیم د دغو قضیو د ارزونې په حال کي دی.

حمیدي په هغه وینا کي چي د فرانسې خبري آژانس ته یې استولې، ویلي دي:«غواړم هغه ترهگر چي ماته د وژنې گواښ کوي، وپیژندل او محاکمه سي، تر څو وکولای سم په آزادانه ډول او پرته له بیرې په بشپړ امنیت کي ژوند وکړم.»

د هغې وکیل انیس داواو، ویلي دي چي د تکواندو دغه ورزشکاره «د یوه نامحدود وخت له پاره د پولیسو ترساتنې لاندي ده.» هغه زیاتوي:«هیله مند یم چي د دغو تهدیدونوعاملین ژر تر ژره وپیژندل سي.»

پر آزادو سیالیو بندیز ورزشکاران او مینوال زړه ماتي کړي

حمیدي په ۷۵ کیلوگرامه وزن کې ونه سوای کولای په پاریس کي د ۲۰۲۴م کال د المپيک لوبو ته لار پیدا کړي.

هغې خپل شکایت د سپتمبر پر دریمه نېټه درج کړی دی او پس له هغه د فرانسې د رسنیو د پام وړ گرځېدلې ده. دغه شکایت نامه د فرانسې خبري آژانس لاس ته ورغلې ده.

په دغه شکایت کي راغلي دي چي د گواښونو دغه څپې پس له هغه پیل سوې، چي هغې په ټولنیزو رسنیو کي د طالبانو  د امر بالمعروف قانون په تیره بیا په عام محضر کي د ښځو د ږغ منع کول وغندل.

حمیدي په یوې مرکه کي یو وار بیا له نوموړي قانون سره خپل مخالفت اعلان کړ او له هغه سره د مخالفت له پاره یې د «let us exist» یعني »پریږدی چي موږ شتون ولرو.« هشتک پيل کړ.

سربیره پر دې حمیدي د طالبانو  د یوه لوړپوړي چارواکي انس حقاني سره د شعر ویلو په یوه محفل کي، د افغانستان د کریکټ د ملي ټیم د لوبغاړو پر حضور انتقاد وکړ او د افغانستان د کریکټ ملي ټیم یې «د کریکټ یو ترهگر ټیم» بللی وو.

په دغه شکایت کي راغلي دي چي «د سپټمبر پر لومړۍ نېټه تر غرمې وروسته، د هغې پر وړاندي د کرکې خپرولو یوه لویه څپه پیل سوه... د هغې د واتساپ او تلفون افغاني شمېره نورو ته واستول سوې او هغې د یو څو ساعتونو په ترڅ کي په سوو اړیکې او په زرو پیغامونه ترلاسه کړل.» 

د حمیدي په جنايي شکایتونو کي د خصوصي اطلاعاتو د شریکولو، مخرب تلفوني اړیکو، مرگ یا جنسي تیري ته په تهدیدولو، آنلایني ځورونو او د آنلاین له لارې د جنسي ځورونې جرمونه شاملیږي.

GP/NZ (AFP)