«چین د تایوان تر ولکې لاندې راوستلو له پاره بهانې لټوي» – DW – ۱۴۰۱/۵/۱۸
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستتایوان

«چین د تایوان تر ولکې لاندې راوستلو له پاره بهانې لټوي»

۱۴۰۱ مرداد ۱۸, سه‌شنبه

د تایوان د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې چین تایوان ته د امریکا د کانګرس د مشرې نانسي پلوسي پر سفر د احتجاج په بهانه دغه ټاپو تر خپلې ولکې لاندې راوستل غواړي. هغه وویل چې د تایوان پوځ هم نظامي مانورې پيلوي.

https://p.dw.com/p/4FJCb
Taiwan | Militär führt Artillerieübungen durch
انځور: Annabelle Chih/Getty Images

د تایوان د بهرنیو چارو وزیر جوزف ؤو، د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د اګست میاشتې ۹) یوه خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل چې د چین د پوځي تمرینونو هدف په اصل کې د تایوان تر خپلې ولکې لاندې راوستلو له پاره تیاری نیول دي.

هغه تور ولګاوه چې تایوان ته د امریکا د کانګرس د مشرې دورې په بهانه کولو سره چین پوځي مانورې پيل کړي دي چې دا په اصل کې د تایوان تر خپل کنترول لاندې راوستلو یا نیولو یو پلان دی.

جوزف ؤو، د تایوان پلازمېنه تائپي کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل چې د خپلو دفاعي صلاحیتونو د آزمایلو په خاطر د تایوان پوځ هم د تایوان په آبنا یا تنګه کې لایف یا ژوندي پوځي تمرینونه پيل کړي دي.

د ؤو په وینا، د بیجینګ حکومت هڅه کوي چې اوسنی حالت پای ته ورسوي او تایوان له چین سره ضمیمه یا یوځای کړي. خو هغه دا ونه ویل چې چین کله پر تایوان د حملې کولو پلان لري.

د بیجینګ حکومت د یوه چین تګلارې له مخکې پر دې ۲۳ میلیونه نفوس لرونکي شخړیز ټاپو د خپل حق تامينولو کوښښ کوي، په داسې حال کې چې تایوان بیا ځان یو خپلواک هیواد بولي.

په نړیواله کچه یوازې شاوخوا لسو هیوادونو تایوان د یوه خپلواک هیواد په توګه په رسمیت پيژندلی دی چې امریکا په کې شامله نه ده.

China US Taiwan
د تایوان د بهرنیو چارو وزیر جوزف ؤوانځور: Taiwan Ministry of Foreign Affairs/AP/picture alliance

چین په وار وار خبرداری ورکړی دی چې که اړتیا پیښ شي، نو تایوان به له زور څخه په کار اخیستنې سره د چین یوه برخه وګرځوي. خو د تایوان د بهرنیو چارو وزیر واضحه کړې ده چې بیجینګ د تائپي پر ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت برید نه شي کولی.

د چین دریځ څه دی؟

چین وایي چې امریکا هم د «یوه چین تګلاره» په رسمیت پيژني، له همدې امله له تایوان سره د هیڅ ډول دیپلوماتیکو اړیکو ټینګولو ته اړتیا نه لري. له همدې امله بیجینګ د امریکا د دغې لوړپوړې چارواکي له خوا د دې شخړیز ټاپو پر دورې شدید احتجاج ثبت کړی دی، په داسې حال کې چې پر نانسي پلوسي یي بندیزونه هم لګولي دي.

د دوشنبې په ورځ چین ویلي و چې د تایوان شاوخوا د پوځي تمریونو موده یې غځولې ده. چین ادعا کوي چې دا عادي یا د معمول مطابق پوځي مانورې دي په کوم کې چې يې پوځ په خپلو سرحدي حدودو کې دننه دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت دغه نظامي مانورې د امریکا او تایوان له پاره د «اړین خبرداري» په بللو سره ویلي دي چې دا له تایوان څخه د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس د مشرې د دورې «مناسب غبرګون» دی. چین د ناسي پلوسي دغه دوره پاروونکې بللې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز