بدخشان؛ د سرو زرو په کان کې درې کسان مړه شوي – DW – ۱۴۰۳/۶/۳۰
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بدخشان؛ د سرو زرو په کان کې درې کسان مړه شوي

امید دیدار
۱۴۰۳ شهریور ۳۰, جمعه

د افغانستان په شمالي ولایت بدخشان کې د سرو زرو کان د یوې برخې نړېدو په پېښه کې درې کارګر مړه شوي دي.

https://p.dw.com/p/4kt94
د ارشیف انځور
د سرو زرو سمبولانځور: Pond5 Images/IMAGO

د افغانستان په بدخشان ولايت کې د سرو زرو کان یوې برخې نړېدو په پېښه کې درې کارګر مړه شوي دي. دا خبر باختر دولتي اژانس، چې اوس د طالبانو تر ادارې لاندې فعال دی، د بدخشان د ځايي سرچینو له قوله خپور کړی دی.

په خبر کې راغلي دي چې دغه درې کسان په خم‌بهار او دو درګي ولسوالیو کې د شګو په مینځلو بوخت وو، چې د کان یوه برخه پرې رانړېدلې ده او ځای پر ځای مړه شوي دي.

افغانستان کې د ډبرو سکرو یو کان
د ارشیف انځور: د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د سرو زرو، ډبرو سکرو او نورو قیمتي ډبرو کانونو د نړېدو په پېښو کې دا وړ مرګ، ژوبله وخت ناوخت د کان کارګرو ته اوړي.انځور: Qais Usyan/AFP

د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د سرو زرو، ډبرو سکرو او نورو قیمتي ډبرو کانونو د نړېدو په پېښو کې دا وړ مرګ، ژوبله وخت ناوخت د کان کارګرو ته اوړي.

اړوند: طالبان: د کانونو د څارنې لپاره دیني عالمان ګمارو

د شنونکو په باور، په افغانستان کې د کانونو غیرمسلکي او خپلسرې کیندنه، د وسایلو کمی او په دې برخه کې د پوهاوي نشتوالی ډېر کله د کانونو د کارګرو په مرګ او ژوبلې تمامېږي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په شمالي ولایتونو کې د کانونو کیندنې ته پام ورزیات شوی او اوسني واکمن ورته د عوایدو د یوې مهمې سرچینې په توګه ګوري.

د افغانستان په کانونو کې د چین علاقمندي

امید دیدار امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.