په کرمه کې د دوو قبيلو ترمنځ نښتو کې ۱۵ کسان وژل شوي – DW – ۱۴۰۳/۷/۳
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کرمه کې د دوو قبيلو ترمنځ نښتو کې ۱۵ کسان وژل شوي

۱۴۰۳ مهر ۳, سه‌شنبه

د سیمه ایزو چارواکو په حواله د خيبر پښتونخوا په کرمه سيمه کې د دوو قبيلو ترمنځ نښتې شوي دي چې لږ تر لږه ۱۵ کسان پکې وژل شوي دي. د ځمکې پر سر دې شخړې په ترڅ کې په جولای میاشت کې هم درنه مرګ ژوبله اوښتې وه.

https://p.dw.com/p/4l25Z
آرشيف انځور: په خیبر پښتونخوا کې د يوه بريد قربانيان روغتون ته د انتقاليدو صحنه
په کرمه کې په دې ډول وروستيو نښتو کې په جولای میاشت کې ۳۵ کسان ووژل شول.انځور: Hussain Ali/Anadolu/picture alliance

د افغانستان سرحد ته په څېرمه پرتې دې سيمه کې د روانو نښتو په ترڅ کې د هاوان په ګډون درنې وسلې کارل شوي دي. د روان میلادي کال په جولای میاشت کې هم د همدې دوو قبيلو ترمنځ نښتې شوې وې.

په کرمه کې يوه اداري چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته د نوم نه بربنډولو په شرط وويل: «په اصل کې د دوو قبيلو ترمنځ د ځمکې پر سر دا شخړه چې يوه یې سني او بله شيعه مسلمانان دي، اوس پر يوه فرقه يي شخړې باندې بدله شوې ده.»

نوموړي وويل چې د شنبې ورځې راهېسې د دې شخړې په ترڅ کې ۱۵ کسان وژل شوي.

د پاکستان د اسوشيتد پريس خبري آژانس چې يو رسمي خبري آژانس دی، د لږ تر لږه نورو شلو کسانو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.

د کرمې سيمه چې پخوا يوه نیمه خپلواکمنه سيمه وه، د شعيه او سني مذهبونو سره د تړاو لرونکو قبيلو د خونړيو نښتو تاريخ لري چې د کلونو په اوږدو کې یې د سونو انسانانو ژوند اخيستی دی.

په دې ډول وروستيو نښتو کې په جولای میاشت کې ۳۵ کسان ووژل شول. دا نښتې هغه وخت پای ته ورسېدلې چې يوې جرګې د اوربند غږ وکړ او چارواکو د اوربند د يوې نوې هوکړې هڅه وکړه.

په پاکستان کې دا ډول قبايلي او کورنۍ دښمنۍ عامې دي، خو د خيبر پښتونخوا په غرنیو سيمو کې دا دښمنۍ ځيني وخت اوږده موده دوام کوي او ډېرې خونړۍ وي.

په پاکستان کې چې يو سني اکثريت هېواد دی، شعيه مذهبه یې وايي چې توپيري چلند ورسره کیږي او له تاوتريخوالي کړيږي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

پېښور ته څیرمه په سمڅو کې ژوند

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب