د مونشن امنیتي کنفرانس؛ زیلنسکي د وسلو غوښتنه وکړه – DW – ۱۴۰۲/۱۱/۲۸
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

د مونشن امنیتي کنفرانس؛ زیلنسکي د وسلو غوښتنه وکړه

۱۴۰۲ بهمن ۲۸, شنبه

د اوکراین ولسمشر، ولوديمیر زيلنسکي، د شنبې په ورځ د مونشن په نړېوال امنيتي کنفرانس کې له متحدينو وغوښتل چې د اوکراین د وسلو د کمښت ستونزه حل کړي. هغه وايي دغه ستونزه د جګړې په ډګر کې روسيې ته برلاسی ورکوي

https://p.dw.com/p/4cX1v
Deutschland | Münchener Sicherheitskonferenz | Präsident Wolodymyr Selenskyj
انځور: Wolfgang Rattay/REUTERS

زيلنسکي د مونشن امنيتي کنفرانس کې له ټولې نړۍ څخه راغلو سیاستوالو، ديپلوماتانو او پوځي چارواکو ته په وينا کې له متحدینو څخه د لا ډېر ملاتړ غوښتنه وکړه.

هغه دغه غوښتنه داسې وخت کړې چې په اوکراین کې د روسيې تر پوځي یرغل وروسته جګړه اوس خپل دريم کال ته ورنژدې شوې ده.

اوکراین د مهماتو له شدېد کمښت سره مخ دی په داسې حال کې چې د امریکا متحده ايالاتو پوځي مرستې له مياشتو راهیسې په کانګریس کې ځنډول شوي دي.

زيلنسکي وويل: «له بده مرغه اوکراین د مصنوعي پوځي تسليحاتو په کمښت کې ساتل کېږي، په ځانګړې توګه د توپخانه يې او اوږد واټن ويشتونکو قابلیتونو برخه کې چې دا پوتین ته اجازه ورکوي چې د جګړې له اوسني شدت سره ځان عیار کړي.»

د اوکراین ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل چې هېواد ته ېې د وسلو او د هوايي دفاع له پاره د اضافي بستو استول تر ټولو مهم کار دی چې د اوکراین متحدين يې کولی شي.

هغه زیاته کړه: «که ستاسو د توپخانې (وړتيا) ۲۰ کيلومتره ده، خو د روسيې ۴۰ کيلومتره ده، دلته ستاسو ځواب شته دی؟»

د مونشن یا مونیخ سږنی امنيتي کنفرانس په داسې وخت کې رابلل کېږي چې په اروپا کې له اوکراین سره د امریکا متحده ایالاتو د ژمنه شوو مرستو او د روسيې له یرغل څخه د متحدینو د دفاع په تړاو اندېښنې موجودې دي. د دې ترڅنګ د امریکا په راروانو ولسمشريزو انتخاباتو کې سپېنې ماڼۍ ته د پخواني ولسمشر، دونالد ترمپ د احتمالي بېاراتلو خبره هم مطرح ده.

(Reuters)mks/akh

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب