رپوټ: ایران له افغانستان سره سرحدي دېوال جوړ کړی – DW – ۱۴۰۳/۷/۳
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: ایران له افغانستان سره سرحدي دېوال جوړ کړی

۱۴۰۳ مهر ۳, سه‌شنبه

د یوه رپوټ له مخي ایران له افغانستان څخه د مهاجرو د ورتگ د مخنیوي له پاره څو کیلومتره اوږد دیوال جوړ کړی دی. دغه دیوال په هغو ځایونو کي جوړ سوی دی چي ایران ته د مهاجرو د ورننوتو اصلي سیمې بلل کیږي.

https://p.dw.com/p/4l0IR
Grenzregion zwischen Iran und Afghanistan bei Sarandsch
آرشیف: د ایران او افغانستان ترمنځ سرحدانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د (ایسنا) خبري آژانس د ایران د مځکنیو ځواکونو د مرستیال نوذر نعمتي، له قوله لیکلي: «څه د پاسه لس کیلومتره اوږد دېوال جوړ سوی او نور ۵۰ کیلومتره په پلان کي دی.»

تهران د دغه دېوال په جوړولو سره غواړي چي د خلکو تگ راتگ کنترول او په سرحدي سیمه کي امنیتي تدابیر لا پسي پیاوړي کړي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مؤمني، دوې اونۍ مخکي اعلان وکړ چي له افغانستان  سره سرحدي لار به په بشپړ ډول وتړي. د هغه په خبره د دېوال ترڅنگ د اغزي لرونکي دیوال او اوبو د خندقونو جوړول هم په پلان کي نیول سوي دي. ایران نور د دې توان نه لري چي د افغان مهاجرو دومره ډیر شمیر ومني.

د افغانستان او ایران  ترمنځ سرحد څه د پاسه ۹۰۰ کیلومتره اوږد دی. په تیرو ۴۰ کلونو کي په میلیونونو افغانان نوموړي گاونډي هیواد ته مهاجر سوي دي. د ۲۰۲۱م کال په اگست مياشت کي واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسي، ایران ته مهاجرتونه لاپسي زیات سول.

د ایران د پارلمان وکیل ابوالفضل ترابي، اټکل کوي چي په مجموعي ډول «شپږ یا اوه میلیونه»افغان  مهاجر په ایران کي ژوند کوي. په دا وروستیو وختونو کي چارواکو پرته له اسنادو مهاجرو باندي فشار زیات کړی او افغانستان ته یې د هغوی د اخراج اعلان کړی دی.

د ایران  په اولسي جرگه کي د ملي امنیت کمېسیون د ویاند ابراهیم رضايي په حواله، پولیس پلان لري چي: «په نیژدې راتلونکي کي څه د پاسه دوه میلیونه غیر قانوني مهاجر اخراج کړي.»

د ایرنا دولتي خبري آژانس په حواله، افغانان  په ایران کي د«خارجي اتباعو څه د پاسه ۹۰ سلنه دي» له هغوی څخه زیاتره یې «پرته له قانوني اسنادو دغه هیواد ته» راغلي دي.

د حکومت په حواله څه د پاسه ۲،۷ میليونه افغان مهاجر په ایران کي د پاتيدو له پاره قانوني اسناد لري.

GP/NZ/AG