امریکا عربي اماراتو ته د «مهم دفاعي شریک» درجه ورکړه – DW – ۱۴۰۳/۷/۳
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستمتحده عربي امارات

امریکا عربي اماراتو ته د «مهم دفاعي شریک» درجه ورکړه

۱۴۰۳ مهر ۳, سه‌شنبه

جو بایډن د متحدو عربي اماراتو له ولسمشر سره تر ملاقات وروسته دغه هیواد ته د «مهم دفاعي شریک» هیواد درجې د ورکولو اعلان وکړ. د اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زید النهیان د لومړي ځل له پاره د امریکا په سفر تللی دی.

https://p.dw.com/p/4l2Aj
د امریکا ولسمشر جو بایډن او شیخ محمد بن زید النهیان
امریکا ته د تیلو له زیرمو څخه د دې غني هیواد د ولسمشر دا لومړی سفر دی.انځور: RYAN CARTER/AFP

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن متحده عربي امارات (UAE) د یو «مهم دفاعي شریک» په توګه د په رسمیت پيژندلو اعلان وکړ. په سوډان کې د جګړې او منځني ختیځ کې د شدید تریینګلتیا سربیره، امریکا له اماراتو سره د پوځي اړیکو د پراخولو پریکړه وکړه.

د رویټرز خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ متحده عربي امارات د دې درجې یا حیثیت ترلاسه کوونکی دویم هیواد دی. امریکا تر اوسه پورې یوازې هندوستان ته د «مهم دفاعي شریک» درجه ورکړې ده.

یو هیواد ته د دې درجې ورکولو وروسته امریکا له هغه هیواد سره خپله پوځي همکاري زیاتوي چې په هغې کې د دغه هیواد د پوځ روزنه، ګډ پوځي تمرینونه او نور ګډ کوښښونه شامل دي. د بایډن حکومت په ۲۰۲۱م کال کې هند ته دغه درجه ورکړې وه.

سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دغه درجه به په «منځنی ختیځ، ختیځي افریقا او د هند سمندر کې دفاعي همکاري او امنیت لا زیات پراخه کړي.»

امریکا ته د تیلو له زیرمو څخه د دې غني هیواد د ولسمشر دا لومړی سفر دی. شیخ محمد بن زید النهیان د دیموکراتانو له نوماندې کامالا هریس سره هم ملاقات وکړ.

دواړو مشرانو پر کومو موضوعاتو خبرې وکړې؟

د امریکا ولسمشر جو بایډن او شیخ محمد بن زید النهیان د دوشنبې (د سپټمبر ۲۳ نیټه) په ورځ په واشنګټن کې د منځني ختیځ او سوډان پر وضعیت خبرې وکړې.

د دواړو مشرانو په خبرو اترو کې د غزې جګړه تر ټولو مهمه موضوع وه، ځکه د دې جګړې له ختمیدو وروسته کیدای شي متحده عربي امارات یو له هغو هیوادونو څخه وي چې د غزې د بیارغونې په برخه کې مهم نقش ولري.

تر ملاقات وروسته د خپرې شوې اعلامیې پر اساس دواړو مشرانو په غزه کې په بیړه او بې له ځنډه د مرستو پر رسولو او د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند موافقې پر رامنځته کیدو ټینګار وکړ.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز